CRI Online
د زرو کالو معماوې

جاپان ته د ( شو فو ) دورتګ په باب معما

امپراطور( چين شه هوانګ ) چه په سياسی واک يی په لاس کښی ونيوه ، زړه يی ډير وغوښتل چه په دنيا کښی د تل دپاره ژوندی پاتی شی ٠ کله چه هغه واوريدل چه د( بو های ) په بحيره کښی د ارباب النوع د اوسيدو دپاره يو ټاپو دی او په دی ټاپو کښی د انسان د تل ژوندی ساتلو دوا شته ٠ نو لومړی يی د ( لوشنګ ) نومی استازی دغه ټاپو ته وروليږه ٠ استازی ( لو شنګ ) د ( جيی شه ) يعنی اوسنی ( چين هوانګ داو ) څخه بحيری ته حرکت وکړ ٠ خو هغه په دی سفر کښی ناکام شو ٠ اوس د ( چين هوانګ داو ) ښار د ( دونګ شان ) په پارک کښی يو لرغونی اثر ليدل کيږی او داسی توضيح شوی دی چه ددايئمی ژوندی ساتونکی دوا د پلټنی دپاره امپراطور ( چين شه هوانګ ) له دی ځايه بحر ته لاړ ٠ په ١٩٩٢ م کال کښی په دی ځای کښی د ٦ مترو په جګوالی او د ٨٠ ټنو په وزن د ( چين شه هوانګ ) يوه ډبرينه مجسمه جوړه شوی ده ٠

وروسته امپراطور ( چين شه هوانګ ) بيا استازی ( شوفو) سمندرته وروليږه تر څو دغه ډول دوا پيدا کړی ٠ استازی ( شوفو ) چه له بحر نه بيرته راستون شو، امپراطور( چين شه هوانګ ) ته يی داسی وويل چه هغه د ( پونګ لای ) په نامه د رب النوع د اوسيدو غره ته پورته شو او دغه دوا يی هم کشفه کړه ٠ خو لوی ربالنوع وليدل چه دده تحفه ډيره کمه ده ، نو د( شوفو ) غوښتنه يی رده کړه ٠ او ورته يی وويل چه بايد د ممتازو هلکانو ، ښکلی نجونو او بااستعدادو کسانو په بدلولو دغه ډول دوا ترلاسه کړی ٠ امپراطور ( چين شه هوانګ ) چه د ( شو فو ) دغه خبره واوريده ډير خوشحاله شو او سمدستی يی ٣ زره تنه هلکان او نجونی او بااستعداده کسان ( شوفو) ته ورکړل ٠ ( شوفو ) له دغو هلکانو ، نجونو او فنی پرسونلو سره بيا سمندر ته لاړ ٠ خو په دی سمندری سفر کښی يی بيا هم کومه دوا ترلاسه نه کړه ٠ او امپمراطور ( چين شه هوانګ ) ته يی وويل چه ځکه ما دوا نه ده ترلاسه کړی علت يی دا دی چه په سمندر کښی لوي ښامار پيدا شو او دغه ښامار زما د بيړيو د کاروان د حرکت مخه ونيوله ٠ او په دی وجه مونز دی غره ته نه شو نژدی کيدای ٠ نو ښه به دا وی چه د ربالنوع غره ته د رسيدو دپاره بايد په بيړۍ کښی تکړه غشی ويشتونکی او ښی وسلی برابری شی ٠ په دی وخت کښی امپراطور ( چين شه هوانګ ) تصادفاٌ يو خوب وليد چه هغه له سمندری رب النوع سره شجاعانه جګړه کوی ٠ د خوب تحليلونکو په قول دغه سمندری رب النوع د ښامار نښه ده ٠ نو امپراطور ( چين شه هوانګ ) د( شوفو ) پر خبرو باندی ټينګ باور وکړ او په بيړۍ کښی يی غشی ويشتونکی عسکر او وسلی برابری کړی او پخپله له شوفو سره يو ځای بحر ته لاړ ٠ د بيړيو کاروان يی د ( ځه فو) په نامه ټاپو ته په نژدی سمندری سيمه کښی يو لوی کب وليد ، ( چين شه هوانګ ) د غشی په ويشتلو دغه کب وواژه ٠ او په دی وخت امپراطور فکر وکړ چه په پاتی سفر کښی به کوم خنډ پيدا نه کړی ٠ خو د رب النوع د اوسيدو ټاپو بيا هم پيدا نه شو او البته يی دوا يی هم ترلاسه نه کړه ٠( شوفو ) نور جراٌ ت نه درلود چه د( چين شه هوانګ ) حضور ته لاړشی ٠ نو د ٣ زرو تنو نجونو او هلکانو او بااستعدادو کسانو په وړلو سره جاپان ته لاړ او هلته پاتی شول ٠ په اخر کښی ( شوفو ) د جاپان د( فوجی ) په نامه په غرنی سيمه کښی مړ شو ٠

په جاپان کښی د( شوفو) په باب روايات زيات اوريدل کيږی او په اسنادو کښی يی هم د ( شوفو ) په باب کيسی زياتی ليکل شوی دی ٠ د جاپان ځينو پوهانو حتی دا نظر څرګند کړ چه د جاپان د دولت موسيس يعنی د جين مو ) په نامه لومړی امپراطور همدا ( شوفو ) و ٠ د جاپان خلک هم د خپل نيکه په حيث ( شوفو ) ته

ډ ير احترام کوی او هغه ته د زراعتی چارو د اداره کولو او د دارو درملو رب النوع بولی ٠ تر اوسه پوری په جاپان کښی د ( شوفو ) د اوسيدو په سيمو کښی د ( شوفو ) مقبره ، ماڼۍ ، ډبره اود( شوفو ) د يادګارۍ څلی ساتل شوی دی ٠ او په ١٩٩١ م کال کښی د جاپان خلکو په (سا ګا) ولسوالۍ کښی د ( شوفو)سړک په نامه يو پارک اباد کړ او هر کال په منی کښی د( ساګا ) ولسوالۍ خلک د ( شوفو ) معبد ته د شولو لومړی وږی وړاندی کوی او په هر ٥٠ کالو کښی د ( شوفو) د عبادت کولو دپاره لوی او مجلل مراسم پر ځای کيږی ٠


1  2  3  4  5  6