CRI Online
کلاسيک ډرامې

د ډرام مشهور ليکوال ګوان هان چين

ګوان هان چين چه د چين د يون په سلسله کي يعني په ديارلسمه پيړۍ کي ژوندکاوه ، د چين په ادبي او ډرامي تاريخ کي تر ټولو نه لوي ليکوال و او هغه ډرامه چه نوم يي د دوو ير عداوت دې او دده لخوا وليکله شوه ، د اوو سوو کالو راهيسې په زياتو بهرنيو ژبو ترجمه او پرته د چين نه په نورو هيوادونو کي هم خپره شوه .

ګوان هان چين يو داسي پوه و چه ښه شعرونه يي ليکلې شواي او د ډول ډول موسيقي الاتو د غږولو ، د شطرنج ، نڅا او ښکار کولو په هنرونو کي هم ډير تکړه و ، هغه د اوږدې مودې دپاره په پايتخت کي ژوند وکړ او په امپراطوري روغتون کي يي دنده درلوده ، خو هغه د طبي فن سره زياته علاقه نه درلوده ، خو د ډرامو له ليکلو سره يي ډيره مينه لرله . په هغه وخت کي يو ډول ډرامه روانه وه چه ټولنېزې پديدې پکي څرګنديدې ، نو د عامو خلکو او عالي حکومتي مامورينو لخوا ور ته تود هرکلي وويل شو ، خو د ګوان هان چين لخوا ليکل شوې ډرامې د عالي ربته وو مامورينو د ساعت تيري دپاره نه وې ، بلکي د عوامو خلکو د کړاوونو او رنجونو هنداره ګڼل کيږي .

په هغه وخت کي د يون په سلسله کي سياسي فساد ، ټولنيز تزلزل او نا أرامتيا ، طبقاتي او ملي تضادونه ډير سخت وو او د بې عدالتي دوسيې بي شميره وې او د بيلا بيلو قومونو زحمتکښو خلکو د غمونو او کړاوونو په حال کي شپې ورځې تيرولې . ګوان هان چين د عامو خلکو له غمجن ژوند سره ډيره همدردي او خواشيني درلوده او د خپل ماموريت له دندې څخه يي استعفاه وکړه څو چه د عامو خلکو ژوند معلوم کړي او د ډرامو د ليکلو له لاري د ټولنې تتې او فاسدې پديدې افشا او خپل خيال څرګند کړي چه د دوو ير د عداوت په نامه مشهوره ډرامه په همداسي حال کي وليکل شوه او دده وتلي او نمونوي اثر ګڼل کيږي .

له دي امله چه ګوان هان چين د خلکو کړاوونه او ربړونه معلوم کړل او په ژوند کي ددوي لخوا استعمال شوي ژبې يي ښې وپيژندلې ، پرته له دي نه هغه وتلي او برجسته هنري استعدادونه درلودل ، نو دده لخوا ليکل شوي اثرونه نه يوازي د ټولنيزو واقعياتو څرګندوي دی ، بلکي مبارزاتې روحيه هم ترسيموي .

ګوان هان چين په خپل ټول عمر کي اوه شپيته ډرامې وليکلې ، خو يوازي اتلس يي پاتي دي . نو ويل کيږي چه ګوان هان چين د چين د ډرامې او ادبياتو په تاريخ کي مهم مقام نيولی او په چين کي د ډرامه ليکلو موسس ګڼل کيږي .


1  2