CRI Online
حماسې

د پاچا ګسار کيسه

د پاچا ګسار کيسه په ننني نړۍ کي يوازني ژوندي حماسه ده او تر اوسه پوري له سلو نه زيات ولسي هنرمندان د چين د تبت او چينګهاي په سيمو کي د پاچا ګسار د سترو خدمتونو ستاينه کوي . دغه حماسه د ميلاد نه دمخه په دوهمه يا دريمه پيړۍ کي رامنځته شوه او د ولسي هنرمندانو لخوا خوله په خوله خپره شوه او د دوولسمې پيړۍ تر لومړيو کلونو پوري دغه حماسه بشپړه شوه او د چين د تبت په سيمه کي مروجه شوه . په دي کيسه کي ويل شوي چه ډير پخوا د تبت په سيمه کي طبيعي مصيبتونه پيښيدل او شيطانانو ظالمانه رفتار کاوه چه په نتيجه کي خلک د ژوند کندي ته ولويدل . د ګوان يين بودا خلکو ته د نجات ورکولو دپاره ګسار د تبتيانو د پاچا په توګه تبت ته وروليږه . ددي دپاره چه شيطانانو ته د ماتې ورکولو ، د خلکو سره د مرسته کولو او خلکو ته د نيکمرغۍ ورکولو سترې دندې تر سره شي ، په حماسه کي ګسار داسي قهرمان توصيف شوی چه د ځانګړي خاصيت او بااستعداده لياقت خاوند دی او نيم انسان او نيم رب هم دی . ګسار د زيږيدو نه وروسته له شيطانانو او مصيبتونو سره مبارزې وکړې .کله چه هغه پنځه کلن و ، د مور سره د ژيړ سيند غاړې ته انتقال شو او د دوولسو کالو په عمر يي شاهي تخت لاس ته راوړ او ورپسې يي په دنيا کي ټولو شيطانانو ته د ماتې ورکولو نه وروسته له مور سره بيرته أسمان ته لاړ چه کيسه يي هم تر دې ځايه پاي ته ورسيده .

د ګسار کيسه د شلو مليونو چينايي هيروګليفونو په شمول پنځو لکه بيتونه لري چه بيتونه يي د نړۍ د نورو پنځو مشهورو حماسو د مجموعې نه هم اوږده دي . د ګسار په حماسه کي محتويات د ولسي سندرو ، افسانو او قصو څخه عبارت دي او په حماسه کي له سلو تنو نه زيات ياد شوي قهرمانان او يا ظالمان ، نارينه يا ښځې ، زاړه يا ځوانان لکه ژوندي دي . دغه راز په دي حماسه کي ډير تبتي اصطلاعات او متلونه اوريدل کيږي . د چين حکومت د يوه ارزښتناک کلتوري ميراث په حيث د ګسار کيسې د ټولولو ، ژباړولو او چاپولو په برخو کي ډيره هڅه وکړه او تر اوسه پوري د چين په څه دپاسه لسو عالي مدرسو او سازمانونو کي ډير پوهان ددې حماسې په څيړنو بوخت دي او په دوه زره دوهم کال کي په چين کي د دې حماسې د زريزي کال د يادونې فعاليتونه اجرا شويدي .


1  2  3