CRI Online
افسانې

د( شوی) په نامه سړی د ونود بوټو د ټکولو له لاری اور اخلی

د چين په افسانو او رواياتو کښی زيات شمير قهرمانان په خپلی هوښيارۍ ، ميړانی او ټينګی ارادی سره د خلکو دپاره نيکمرغه ژوند برابروی او د ( شوی ) په نامه يو سړی د دغو قهرمانانو څخه شميرل کيږی ٠

په لری لرغونی زمانه کښی چه تمدن نه ؤ ، انسانان پراور باندی هيڅ نه پوهيدل او هم په دی خبر نه ؤ چه څنګه له اور څخه استفاده وکړی ٠ کله چه شپه راغله ، په هر ځای کښی توره تياره وه اود وحشی حيواناتو غږونه او اوازونه له هری خوا نه وار په واره راپوته کيدل او انسانان به د دغو اوازونو په اوريدو سره ډير ورخطا کيدل ٠ څرنګه چه په هغه زمانه کښی اور نه ؤ ، نو انسانانو اومه خوراکونه خوړل ٠نو له دی امله دوی په ډول ډول ناروغيو اخته کيدل او عمر يی هم ډير لنډ ؤ ٠

په أسمان کښی يو لوی رب النوع و چه ( فو سی ) نوميده ٠ هغه وليدل چه په دنيا کښی د انسانانو ژوند ډير مشکل دی ، نو زړه يی ډير تنګ شو ٠ هغه فکر وکړ چه بايد انسانان پوه کړی چه له اور څخه ښه استفاده وکړی ٠ نو رب النوع ( فوسی ) د يوه غره په ځنګلی سيمه کښی د تالندی باران واوراوه ٠ د يوه قوی اواز په اوريدوسره د تالندی بريښنا پر ونو ولګيده او ونی سمدستی وسوځيدلی ٠ ور پسی د ځنګلونو په منځ کښی سخت اور راپورته شو ٠ انسانان د تندری بريښنا او قوی اور په ليدو سره په سخته ويره کښی ولويئدل او ها خوا دی هوا يی منډی وهلی ٠ لږ وخت وروسته باران ودريد اود شپی تورتم رامنځ شو ٠ د باران نه وروسته هوا لا زياته يخه وه ٠ تيت او پرک شوی انسانان بيا راغونډ شول ٠ دوی په وارخطايی سره د اور لګيدلی ونی وليدلی ٠ په دی وخت کښی يو زلمی دا کشفه کړه چه د وحشی حيواناتو اوازونه ورک شول ٠ نو فکر يی وکړ چه ايا وحشی حيوانات له دی ځليدلی شی څخه ويريږی ؟ نو هغه په جرات سره د اور اړخ ته نژدی شو او داسی احساس يی وکړ چه وجود می ګرم شو ٠ نو هغه په خوشحالۍ سره نورو ته ناری ووهلی چه راځۍ ! له اور څخه مه ويريږۍ ! هغه مونږ ته رڼا او ګرمی رارسولی ده ٠ ورسره جوخت د هغو حيواناتو څخه چه په اور کښی مړه شوی د انسانانو پوزو ته خوشبويی ورسيده ٠ نو انسانان د اور په اړخ راغونډ شول او په خوشحالۍ سره يی د دغو حيوانانو غوښی وخوړلی ځکه چه پخوا دوی هيڅکله داسی خوندوری غوښی نه وی خوړلی ٠ په دی توګه انسانان د اور په ارزښت ښه پوه شول ٠ نو د ونی بوټی يی چه اور ور باندی لګيدلی هره ورځ په نوبت سره ښه ساته ٠ خو يوه ورځ د بی پروايی له امله اور مړ شو ٠ نو انسانان بيا په تورتم او يخنی کښی ولويئدل ٠ ددوی زړونه ډير تنګ او سخت خوږيدل ٠

لوی رب النوع ( فوسی ) چه له اسمان څخه د دنيا دغه غمجن حالت وليد نو د هغه زلمی په خوب کښی يی چه تر نورو نه مخکښی اور کشف کړی ؤ ، ځان ښکاره کړ او ور ته يی وويل چه په لری لويديځ کښی د ( شوی مين ) په نامه يو دولت شته چه د اور تخم يی ساتلی دی ٠ ته کولای شی چه له هغه ځای نه د اور تخم بيرته رايووړی ٠ زلمی له خوبه راويښ شو او د رب النوع خبری يی په ياد شوی ٠ نو عزم يی وکړ چه له دی هيواد څخه د اور تخم واخلی ٠

دغه زلمی د جګو غرونو د طی کولو ، د سيندونو په پوری وتلو او د ځنګلونو په تيريدو او د زياتو زحمتونو په ګاللو سره بالاخره د( شوی مين ) دولت ته ورسيد٠ خو هلته لمر نه ليدل کيږی او د شپی ورځی تميز نه شته ٠ په هرځای کښی توره تياره ده او اور هم نه پيدا کيږی ٠ نو دغه زلمی په ډير مايوسانه زړه د( شوی مو) په نامه تر يوی ونی لاندی کښيناست ٠ خو ناڅاپه د سترګو په وړاندی يی د رڼا يوه لمبه وشوه چه د رڼا په يوه رپ کښی چاپيريال ښکاره شو ٠ نو زلمی سمدستی د رڼا منبع ولټوله ٠ هغه وليدل چه په دی ونی باندی څو لوی مرغان په خپلو کلکو او لنډو مښوکو چينجی خوری او کله چه مښوکه يی د ونی د څانګی ټکر وواهه ، د اور لمبه راپورته کيږی ٠ نو دغه زلمی سمدستی ددی ونی څو بوټی راواخستل او دغه بوټی يی د ونی سره په ټکر ووهل ٠ هغه وار په واره ازموينی وکړی او بالاخره يی اور په بوټو ولګيده او هغه ددی صحنی په ليدو سره يی خوشحالی اوښکی له خپلو سترګو نه بهيدی ٠

دغه زلمی بيرته خپل اجدادی کورته راورسيد او د خلکو دپاره يی د اور د لګيدو طريقه يی راوړه ٠ په دی توګه انسانان د يخنی او ويری څخه پوره خلاص شول ٠ انسانان ددی زلمی د جراُت او هوښيارۍ څخه ډير متاُثر شول او او دغه زلمی يی دخپل مشر په حيث ومانه او ور ته يی د ( شوی ) سړی نوم ورکړ چه د اور اخستونکی سړی معنی لری ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12