CRI Online
اخلاقی حکايتونه

په تصوير کښی مار ته پښی وکښلی شوی

په لرغونی زمانه کښی د ( چو ) په نامه ملک کښی يو اشراف ؤ چه اسلافو ته د عبادت کولو نه وروسته يی شراب خپلو شخصی ملګرو ته ورکړل ٠ دغو ملګرو وليدل چه شراب يوازی د يوه سړی دپاره دی او د ټولو دپاره ډير لږ ښکاری ٠ نو دوی موافقی ته ورسيدل چه پر مځکی باندی به د مار د رسم کښلو په باب يوه سيالی پر ځای شی څوک چه تر نورو نه دمخه خپل کار ترسره شی ، نو دغه شراب به وڅښی ٠

يوه سړی تر نورو نه دمخه د مار رسم بشپړ کړ ٠ نو ډير مغرور ؤ ٠ هغه په کيڼ لاس کښی د شراب پياله ونيوله او ښی لاس يی بيا پرمځکی خپل کار ته دوام ورکړ او ويی ويل چه وګورۍ ! ما ته نور وخت هم شته چه د ماردپاره څو پښی وکښم ٠

خو په دی وخت کښی يوه بل سړی هم خپل کار ترسره کړ ٠ هغه د شراب پياله د لومړی سړی له لاس نه راواخستله او ور ته يی وويل چه مار په اصل کښی پښه نه لری ٠ تا ولی ور ته پښی ورکړی دی ؟ په دی توګه دغه سړی شراب وڅښل ٠ او هغه لومړی سړی چه بايد شراب وڅښی ، په دی سيالی کښی ناکام شو ٠

له دی کيښی څخه خلک په دی پوه شول چه هر څوک غواړی يو کار وکړی بايد مشخص او څرګند مرام ولری او په ټينګه اراده يی ترسره کړی ٠ که نه ، حتماُ به ناکامی ترلاسه کړی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10