CRI Online
د عقلونو کيسې

د ښامار او چنګاښ تر منځ د لوبو کولو په باب کيسه

د چين د ختيځ ( هان ) په لرغونی زمانه کښی د هيواد د مرکز ( لويانګ ) په شاوخوا سيمو کښی وار په واره زلزلی پيښيدی ٠ د تاريخی اسنادو له مخی د ميلاد له ٥٨ م کال نه تر ١٤٠ م کاله پوری په څه دپاسه ٥٠ کالو کښی په دغو سيمو کښی ٣٣ واری زلزلی وشوی او په ١١٩ م کال کښی ٢ زلزلې تر نورو نه ډيرې سختې وې چه څپی يی څه دپاسه لسو ولسواليو ته ورسيدی او په دی اثر بی شميره کورونه ويجاړ او زيات حيوانات مړه شوی ؤ ٠ او پکښی ډير سخت انسانی تاوانونه هم ليدل شوی ؤ ٠ نو خلک به له زلزلی څخه ډير ويريدل ٠ د امپراطور په نظر د زلزلی د پيښيدو علت دا دی چه اسمانی امپراطور له انسانانو څخه سخت په قهر شوی دی ٠ نو هغه پرخلکو باندی سخت ظلم وکړ او له خلکو څخه يی لازيات ماليات واخستل څو چه ترلاسه شوی پيسی اسمان ته د عبادت کولو په فعاليتونو کښی مصرفی کړی ٠ په هغه وخت کښی يو عالم چه ( جانګ هنګ ) نوميده ، د نجوم ، جنترۍ او عدد په باب يی زيات معلومات درلودل ٠ هغه د زلزلی په باب پر دغی غلطی تيوری باندی هيڅ عقيده ونه کړه ٠ دده په نظر زلزله يوه طبيعی پيښه وه ٠ خو خلکو په دی هکله دومره زيات بلديت نه درلود ٠ نو هغه د زلزلی په باب زياته څيړنه وکړه ٠

( جانګ هنګ ) پر هری يوی زلزلی باندی زيات تحقيقات وکړل ، په دقت سره يی د زلزلی د پيښيدو په باب زيات يادداشتونه وليکل او په علمی ميتود سره يی د زلزلی د پيښيدو پر علتونو باندی تحليل وکړ ٠ د زياتو کلونو د ازموينو نه وروسته په ١٣٢ م کال کښی ( جانګ هنګ ) د زلزلی د پيشګويی کولو دپاره په چين کښی حتی په نړۍ کښی يوه داسی لومړنی اله جوړه کړه چه د مځکی د خوځيدو په باب د خبر ورکولو اله نوميده ٠

دغه اله له ميسو څخه جوړه شوی وه ٠ شکل يی د غټ لوښی په شان ؤ او قطر يی يو متر ته ورسيد او ددی الی په مرکز کښی يو غټ ميسی ستن ولاړ ؤ او د الی په شاوخوا کښی ٨ پايی وړوکی ميسی ستنی ولاړی وی او پر هر يو ستن باندی يو ميسی ښامار تاوشوی ؤ ٠ د دغو ٨ ميسی ښامارونو ٨ سرونه د ٨ ميسی ستنو سره نغښتی او په جلا جلا توګه د ختيځ ، جنوب ، لويديځ ، شمال ، شمال ختيځ ، جنوب ختيځ ، شمال لويديځ او جنوب لويديځ ٨ خواوو ته يو څه پورته ؤ ٠ د هرميسی ښامار په خوله کښی يو مسی توپ ؤ او د ښامار لاندی يو ميسی چنګاښ پروت ؤ چه سر يی پورته او خوله يی خلاصه وه او خلاصه خوله يی هر وخت چمتو وه چه د ښامار له خولی نه وتلی ميسی توپ ومنی٠ د چنګاښ او ښامار سرونه په ډير ژوندی شکل جوړ شوی اوڅيره يی خوندوره ښکاريده ٠ ښايی چه دوی سره لوبه کوله ٠ نو خلکو د ښامار او چنګاښ د لوبو کولوپه باب اصطلاح جوړه کړه او ورڅخه يی د الی شکل په ژوندی توګه څرګند کړی دی ٠ د ( جانګ هنګ ) د لايحی له مخی که په کومه خوا زلزله پيښه شوه ، د الی غټ ميسی ستن به همدی خوا ته کوزيده ، او په دی وجه به په همغی خوا کښی د پروت ميسی ښامار خوله خلاصيده او وړوکی ميسی توپ به د دی ميسی ښامار له خولی څخه د ميسی چنګاښ خولی ته لوئيده او يو قوی اواز به ور څخه راپورته کيده او له دی لاری به خلکو ته خبر ورکول کيده چه په کومه خوا کښی زلزله راپيښه شوی ده ٠ او حکومت به د دی خبر سره سم د زلزلی مصيبت ځپلو سيمو سره د مرسته کولو په هکله مربوط کارونه برابر کول ٠

د ميلاد په ١٣٣ م کال کښی د ( لويانګ ) په سيمه کښی زلزله پيښه شوه ٠ د ( جانګ هنګ ) د الی له خوا ددی زلزلی په باب خبر ترلاسه شو ٠ او په وروستيو مسلسلو ٤ کالو کښی د ( لويانګ ) په سيمه کښی په وار سره ٣ ځله زلزلی وشوی او د دغو زلزلو په باب ټول معلومات ددی الی له خوا ترلاسه شوی ؤ ٠ خو د ١٣٨ م کال د فيبروری په يوه ورځ ( جانګ هنګ ) او دده همکارانو وليدل چه د لويديځ طرف نه د ښامار له خولی نه ميسی توپ د لاندنی ميسی چنګاښ خولی ته لويئدلی ؤ ٠ خو خلکو د زلزلی کوم احساس ونه کړ ٠ نو ځينو پوهانو چه په اصل کښی يی ددی الی پرارزښت باندی باور نه درلود ، وويل چه دغه اله په دقيقه توګه کار نه شی کولای او يوازی د ( لويانګ ) ښار په نژدی سيمو کښی د استفادی وړ ده ٠ خو ٣ ، ٤ ورځو نه وروسته د ( لويانګ ) له لويديځی خوا نه يعنی داوسنی ( ګان سو ) ولايت يو استازی د ( لو يانګ ) ښار ته ورسيد او ويی ويل چه په دی سيمه کښی يوه زلزله وشوه ٠ په دی وخت کښی خلکو پر دی اعتراف وکړ چه د ( جانګ هنګ ) دغه اله نه يوازی د ميسی چنګاښ او ښامار تر منځ د لوبی يوه اله وه ، بلکه يواهميت لرونکی علمی اله بلل کيدله ٠ وروسته په چين کښی د سامان الاتو څخه په لری فاصلی د زلزلی د نظارت او څيړنی تاريخ پرانستل شو ٠


1  2  3  4  5  6  7  8