CRI Online
نور

ډير نامتو او حاذق ډاکتر هوا تو

د ډاکتر هوا تو د زيږيدو کال معلوم نه دي ، په تاريخي کتاب کي يوازي داسي ليکل شوي وو چه هغه په دوه سوه اتم کال کي د ظالمانو لخوا ووژل شو . د افسانې لمخې هغه د سل کلنۍ په وخت کي لا هم روغ جوړ و . په هغه وخت کي يو ظالم سلطان چه څاو څاو نوميده ، د سر درد په ناروغۍ اخته و او د ډاکتر هوا تو لخوا جوړ شو او د مجبوريت لمخې يي د ده د ځانګړي ډاکتر دنده په غاړه واخيستله . لږه موده وروسته

هوا تو په دي پلمه چه ښځه يي ناجوړه شوه ، بيرته خپل کور ته لاړ ، ظالم سلطان څاو څاو څو څو ځله له هوا تو څخه د بيرته راتګ غوښتنه وکړه ، خو هوا تو لا هم په کور کي پاتي و ، په پاي کي د څاو څاو لخوا ونيول شو او و يي واژه .

ډاکتر هوا تو د ساري ناروغيو ، د ښځو او ماشومانو ، د پوستکو او تنفس د ناروغيو د علاج په ساحو کي ډير تکړه و ، په تيره بيا د عمومي يا کامل بي هوښې او جراحۍ په برخه کي يي ډيرې تجربې درلودې او د خلکو ډيرد احترام او محبت وړ و .هوا تو په نړۍ کي لومړي ډاکتر و چه د عمومي بي هوښې درمل يي استعمال کړ ،خو متاسفانه ددې درمل نسخه لا پخوا له لاسه ورکړې شويده .

هوا تو په جراحۍ کي ډير تکړه و ، د مثال په توګه يو وار هغه د يوې نجلۍ د ښي په زنګون باندي د جراحۍ عمليات اجرا کړل او د مار په شان يو شي يي وايست چه د عملياتو د يوې اونۍ نه وروسته نجلۍ بيخي جوړه شوه . د اوسنيو ډاکترانو په نظر هوا تو د نجلۍ له انګون څخه يو خراب شوي هډوکی وايست .

ډاکتر هوا تو د ناروغيو د تشخص په برخه کي هم ډير تجربه کار و . هغه د ناروغ د صورت او علامې سره سم د ناروغۍ سختوالي تشخص کولي شو . د مثالونو په توګه يو ناروغ چه چن دن نوميده ، اشتها يي خرابه وه او صورت يي سور و ، ډاکتر هوا تو د تشخص نه وروسته ور ته وويل چه ستا په کولمو کي چنجې شته ، ناروغ د ډاکترلخوا د ليکل شوي نسخې لمخې دارو وخوړل او لږ وخت وروسته يي زياتې چنجې دفع کړې . يوه ورځ يو مامور په اوږدې ناروغۍ اخته و ، ډاکتر هوا تو د تشخص نه وروسته دا نظر درلود چه د نفرت د تحريک نه وروسته به دده ناروغي جوړه شي ، نو بيا يي ور ته يو ليک وليږه اوپه ليک کي دغه مامور ته ډير ښکنځل وليکل . دغه مامور د ليک د لوستلو نه وروسته ډير نفرت وکړ او د هوا تو د وژلو دپاره يي امر ورکړ ، خو نه يوازي دا چه هوا تو يي و نه واژه ، بلکي د ډير نفرت له امله له خولې څخه تور رنګ وينې وبهيدلې ، عجيبه خبره خو دا وه چه نوموړي مامور بيخي جوړ شو .

سم تشخص د ناروغيو د علاج دپاره ډير مهم دی . هوا تو ځکه د ناروغانو لخوا د هر کلي وړ و چه د بيلا بيلو ناروغيو د مشخصاتو سره سم يي نسخې وليکلې . مثلا يو وار دوه ناروغان راغلل چه د دواړو سر درد کاوه او تبه يي درلوده ، خو ډاکتر هوا تو د تشخص نه وروسته يوه ناروغ ته مسهل درمل ورکړل ، بل ته يي د خولې کولو درمل ورکړل . نورو ترې پوښتنه وکړه چه دا ولي ؟ هوا تو ځواب ورکړ چه دوي دواړه که څه هم يو شان علامې لري ، خو لومړي ناروغ د هاضمې او دوهم د زوکام په ناروغيو اخته دي . نو د ناروغيو د بيلوالي له امله درملونه يي هم بيل دي . په پاي کي دواړه ناروغان د درملونو د خوړلو نه وروسته ژر جوړ شول . نن ورځ خلک د روغتيا د ساتلو دپاره ورزش کوي ، خو دوه زره کاله دمخه ډاکتر هوا تو د ببر ، هوسۍ ، يږ ، بيزو او مرغه د حرکتونو لمخې جمناستيک اختراع کړ څو چه د خلکو روغتيا وساتل شي .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12