CRI Online
د خواراک دودونه

د چايو د څښلو په برخه کښی د چينائيانو دودونه

چينائيان د چايو د څښلو په برخه کښی د څه دپاسه څلورو زرو کالو تاريخ لری او چای د دوی په ورځنی ژوند کښی يو ډول لازمی شربت دی٠ دا چه د چايو په وسيله د ميلمنو هرکلی کوی، د چينائيانو دود دی٠ کله چه ميلمه راځی، کوربه سمدلاسه ور ته يوه پياله خوشبوی چای ورکوی، ورپسی کوربا او ميلمه د چايو د څښلو تر څنګه په ازاده او خوشحاله فضا کښی سره خبرې کوی٠

وايی چه له ميلادی دوه سوه اتيايم کال نه دمخه د چين په جنوب کښی د ٌ وو ٌ په نامه يو کوچنی سلطنت موجود ؤ، پاچا يی د وزيرانو په وياړ د ميلمستيا د جوړولو په وخت کښی دا شوق درلود چه د شراب په وسيله به يی دوی مستول٠ خو يوه وزير چه وۍ جاو ونوميده زيات شراب و نشول څښلای، نو پاچا هغه ته اجازه ورکړه چه د شرابو په ځای چای وڅښی٠ وروسته له هغه منورينو د چايو په وسيله د ميلمنو هرکلی کاوه٠ د چين د ٌ تانګ ٌ تر سلسلې يعنی ميلادی اوومې پيړۍ پوری د چايو څښل د خلکو يو ډول دود وګرځيده٠ په عين وخت کښی د ٌ تانګ ٌ د سلسلې بډائيانو په خپلو کورونو کښی په خاصه توګه د چايو د پخولو او څښلو او د کتاب د لوستلو کوټه پرانيستله چه د چايو کوټه ونوميدله٠ په ميلادی اووه سوه اتيايم کال کښی د ٌ تانګ ٌ په سلسله کښی د چايو د بوټو د روزلو متخصص لو يو د چايو د کرلو، چمتو کولو او څښلو په باب د تجربو د راغونډولو په هکله يو کتاب وليکه چه ٌ د چايو په باب معلومات ٌ ونوميده ٠ د چين د ٌ سونګ ٌ د سلسلې په نيمايی يعنی د ميلادی دوولسمې پيړۍ په پيل کښی امپراطور جاو جی به د وزيرانو په وياړ د چايو ميلمستيا ترتيبوله او حتی پخپله به يی چای پخول٠ د ٌ چينګ ٌ تر سلسلې يعنی تر اوولسمې پيړۍ پوری نه يوازی د شاهی ماڼۍ په ميلمستيا کښی له چايو څخه استفاده کيدله ، بلکه د خارجی سفيرانو په وياړ هم د چايو ميلمستيا جوړيدله٠ اوس د چين بيلا بيل سازمانونه او ارګانونه هم د نوی کال يا عنعنوی پسرلنی اختر د نمانځلو په وخت کښی د چايو ميلمستيا جوړوی٠

اوس په چين کښی چای يو ډول ځانګړی کلتور ګرځيدلی دی او خلک د چايو پخول او څښل د يو ډول هنر په حيث بولی٠ له لرغونې زمانې راهيسی، د چين په بيلا بيلو ځايونو کښی ډول ډول چای خانې شته او خلک پکښی چای څښی، کلچی خوری او د هنری نمايشونو ننداره کوی٠ وويل کيږی چه دغه چای خانې د تفريح او ساعته تيرۍ دپاره ډير ښه ځای دی٠ د چين په جنوبی سيمه کښی پر ته له چای خانو څخه په منظردارو ځايونو کښی د چايو څښلو دپاره سيوری لرونکی ځايونه هم شته چه سياحان د چايو څښلو په بهير کښی ښکلی منظره ليدلای شی ٠

د چين په بيلا بيلو ځايونو کښی د چايو د څښلو په باب تشريفات بيلا بيل دی٠ مثلأ په بيجينګ کښی کله چه کوربه ميلمنو ته چای ورکوی، ميلمانه بايد سمدلاسه ولاړ شی او په دوو لاسونو د کوربه له لاس څخه پياله واخلی او ورته مننه ووايی٠ خو د چين د جنوب په ځينو سيمو کښی کله چه کوربه ميلمنو ته چای ورکوی ، ميلمانه د مننې د څرګندولو دپاره عمومأ د ښی لاس په ګوتو دری ځله ميز ټکوی٠ په نورو ځينو سيمو کښی که ميلمه وغواړی چه په مداومه توګه چای وڅښی، بايد په پياله کښی لږ څه چای پاتی کړی، کوربه به پيالې ته نور چای واچوی٠ که په پياله کښی هيڅ چای پاتی نشی ، نو کوربه به په دی پوه شی چه ميلمه نورې چای نه غواړی ٠


1  2  3  4  5  6