جيو اين او دده لخوا کښل شوي رسم
نامتو نقاش جيو اين په څوارلس سوه دري نويم کال کي د جنوبي چين د جيانګ سو ولايت د تاي چان په ولسوالي کي د يوه صنعتګر په کورنۍ کي وزيږيده او په پنځلس سوه شپيتم کال کي مړ شو چه د غرونو او ښځو په باب دده لخوا کښل شوي رسمونه په چين کي ډير مشهور دي .
د شفتالو د کلي په نامه په رسم کي داسي خيال ځاي ترسيم شو چه د ټولنې نه ليري او په غره کي واقع دی . په دي رسم کي کښل شوي چاپيريال ډير ښکلي دی او يو معبد هم په وريځو کي ليدل کيږي چه له دي څخه د نقاش د رنګونوپه ښو استعمالولو سره خپل هنري استعدادونه څرګند شويدي .
|