CRI Online
د چين قديمی مجسمی خوښول

د عسکرو مجسمې

    

(تصوير : د چين د سلطنت په موده کی د عسکرو مجسمې)

د عسکرو هغه مجسمې چه په زانګو د غشي د ويشتلو په حال کي ليدل کيږي او لوړوالي يي د يو سلو شل سانتي مترو په شاوخوا کي دی او عمومأ په هغه دوهمه کنده کي پرتې دي چه د چين د شمال لويديځ ولايت د شان شي د لين دون په ولسوالي کي وکيندل شوه .

د نوموړي مجسمې خصوصيت دا دی چه د بدن پورتني برخه يي راسته ده او ښي رانګو ، د ښي پښې سر او د کيڼې پښې تل يي په زمکه ږدي چه له دي څخه د اتکا درې نقطې د بدن تکيه کوي . مجسمې تک ژوندي عسکر دی او د دغو مجسمو څيرې او طرز رفتارونه يي بيلا بيل دي او څرګند ځانګړي خصوصيات لري . نوموړې مجسمې د نورو مجسمو نه ډير ښکلي او هنري ارزښت لري ، نو ويل کيږي چه دغې مجسمې د چين د حکاکي په فن کي ډيره تکړه او برجسته اثار دي .


1  2  3  4  5  6