CRI Online
د لوبو سامانونه

د سيوري په واسطه نمايش ( لومړي برخه )

د سيوري په واسطه نمايش يعني په سپينه پرده باندي د سيوري په واسطه تاريخي کيسې نندارچيانو ته تمثلوي چه دغه سيوري د څراغ د رڼا په واسطه د هغو شيانو په واسطه په پرده باندي ښودل کيږي چه د ژويو د پوستکو او يا کاغذ څخه جوړ شويدي . نمايش کوونکي د نمايش په عين وخت کي اوپرا هم کوي . دغه ډول نمايش په چين کي يو ولسي هنري شکل دی او د شمال لويديځ چين د ګان سو ولايت په ختيځ کي د لونګ دونګ نمايش په عمده توګه ددې ولايت د پينګ ليان او چين يانګ په ولسواليو کي او په هغه سيمه کي هم ډير مروج دی چه د شان سي ولايت او د نين شا د حوي قوم د خودمختارې سيمې سره ګډ سرحدات لری .

د لونګ دونګ په نامه د سيوري په واسطه نمايش د چين د مين او چينګ په سلسلو کي يعني له څوارلسمي پيړۍ نه تر نولسمې پيړۍ پوري ډير ترويج وموند . د نمايش تمثالونه د غوايانو د پوستکو څخه جوړ شوي او بيا رنګ شويدي ځکه چه وچ شوي پوستکي دومدار او شفاف وی .

په عکس کي أسماني امپراطوراو يوه زوړ رب ليدل کيږي .

په دي عکس کي د قهرمان لو تونګ لښکرکشي


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18