CRI Online
هنری ښکلا

د چين پر لرګيو باندې حکاکي شوي کلني انځور

د چين د پسرلني اختر د نمانځنې دپاره د هرکور په ديوال باندې کلني انځورونه سريښيږي ، دا دود په چين کې ډير اوږد تاريخ لري ٠ نوموړو انځورونو ته د کلني انځور نوم ورکړ شوی دی ٠ 

د چين د سونګ په امپراطوري سلسله کې يعني د ميلاد د٩٦٠ کال نه تر ١٢٧٩ کاله پوري خلکو د لرګينې مطبعې له ﻻرې د کلني انځورونو د چاپولو په کار پيل وکړ ٠ څرنګه چې د مطبعې له ﻻرې ډير زيات کلني انځورونه چاپيدل ، نو ځکه د سونګ په امپراطوري دوره کې کلني انځورونو په چټکۍ سره پراختيا وموندله ٠

د کلني انځورونو محتويات د خوښۍ ، نيکمرغۍ ، د تاريخي کيسو ، فولکلوري دودونو او رسم رواجونو سره اړيکې درلودې ٠

د سونګ د امپراطوري سلسلې نه وروسته کلني انځورونه د چين په ګوټ ګوټ کې خپريدل ، او په چين کې د کلني انځورونو د جوړولو درې عمده مرکزونه رامنځته شول چې په دې ډول وو ، د چين د تيان جين ښار د يانګ ليو چينګ د کلني انځورونو د جوړولو مرکز ، د سوجو ښار د تاو خوا وو د کلني انځورونو د جوړولو مرکز او د شان دونګ د ولايت د وي فانګ ښار د يانګ جياو بو د کلني انځورونو د جوړولو مرکز ٠ د شلمې پيړۍ په سر کې چين ته د لويديځې نړۍ د ډبرينې مطابعې د مترقي تخنيک د راتګ له امله د چين د لرګينې مطابعې کلني انځورونه ورو ورو کم شوي دي ٠


1  2  3  4  5