د زياتو کورونو د ټوکرو په واسطه ګنډل شوي کالي
د زياتو کورونو د ټوکرانو په واسطه ګنډل شوي کالي په چين کې د کوچنيانو دپاره يو ډول فولکلوري کالي دي چي مهنا يې دا ده چې لويان هيله لري چي خپل ماشومان او کوچنيان په روغه او نيکمرغه ژوندوکړي او لويان شي ٠
د نوموړي نيکې هيلې د ترسر ه کولو دپاره کوچنيان بايد د زياتو کورونو څخه نيکې هيلې ترلاسه کړي ، نو په دې وجه کوچنيان دې د زياتو کورونو د ټوکرانو په واسطه ګنډل شوي کالي واغوندي ، يعني د زياتو کورونو څخه د ټوکر يوه يوه ټوټه چې مختلف رنګ لري واخيستل شي او بيا د نوموړي ټوکر په واسه د کوچنيانو دپاره کالي وګنډل شي ٠ اوس د زياتو کورونو د ټوکرو په واسطه ګنډل شوي کالي د چين د شان شي ، شان دونګ ، خه نان او خه بۍ په ګډون د زياتو ولايتونو په کليوالي سيمو کې ليدل کيږي ٠
|