CRI Online
د کور فرينيچر

چينی باب او لوښی ١

د ډيرو کلونو راهيسی د چين په ختيځ کی د (( شان دونګ )) ولايت د (( ځبو)) سيمه د چينی بابو اولوښو د جوړولو يو مهم ځای ګڼل کيږی او هلته د چينی بابو او لوښو د جوړولو زياتی بټی او داشونه شته .

د هنری ښکلا په ساحه کی د کبانو تصويرونه ډير دی . په چينايی ژبه کی د ماهی اوکب تلفظ له شتمنۍ سره توپير نه لری ، نو په دی وجه کبان د شتمنۍ او بډايتوب معنی لری او د څو زامنو او ژوند د سلسلی او دوام نښه ګڼل کيږی . هغه غاب چه د پاخه شويو کبانو د ايښودلو لپاره تری استفاده کيږی او ورباندی په شين رنګ کب کښلی او ښکلی شوی ، په کليوالی بټی کی جوړ شوی دی . پر دغه ډول غاب باندی تصوير په لاس کښل کيږی . د بيلا بيلو بټيو او کليوالی انځورګرانو لخوا جوړ شوی غابونه هم بيل بيل دی .

نوموړی غاب د چين د شان دونګ په ولايت کی جوړ او ساتل شوی دی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14  15  16  17  18  19  20