CRI Online
تاريزی الې

سنتور

سنتور په چين کی زيات استعماليدونکی تاريزاله ده او د فولکلوری موسيقی الاتو په غږولو کی مهم رول لوبوی .

د تاريخی کتاب له مخی ، د منځنی پيړۍ د مخه د فارس په شمول د منځنی ختيځ د سيمی په عربی هيوادونو کی د ساتير په نامه تاريز اله زياته استعماليدله . د ميلاد له ١٣٦٨ نه نيولی تر ١٦٤٤ کاله پوری د چين د مينګ د سلسلی په دوره کی د چين او لويديځی اسيا او ختيځی اسيا ترمنځ د مخ په زياتيدونکی دوستانه تګ راتګ په څنګ کی نوموړی تاريزاله له فارس څخه له سمندری لاری چين ته خپره شوه ، په پيل کی يوازی د چين د جنوبی برخی د ګوانګ دونګ په سيمه ، وروسته په تدريجی توګه د چين په هره سيمه کی استعماله شوی ده .

د چين د فولکلوری هنرمندانو د اصلاح نه وروسته د ساتيری په اساس د چين ملی موسيقی اله - سنتور جوړ شوی دی