CRI Online
ضربی ساز

چينګ

(( چينګ )) د چين د موسيقی په ډله کی تر ټولو لرغونی ملی اله ده . په ډيری لرغونی زمانی يعنی مورسالاری په ټولنه کی (( چينګ )) ته ډبره او اوازلرونکی کره ويل کيدله . په هغه وخت کی خلک په ماهی ګيرۍ او ښکار مشغول وو او په وزګار وخت کی به يی د بيلا بيلو وحشی حيواناتو په پوستکو کی د ډبرو په ټکولو سره نڅاوی کولی . وروسته د دغه ډول تيږې پر ځای د موسيقی نوموړی ضربی اله رامنځ ته شوی ده .

په پيل کی په عمده توګه د نيکه ګانو او اسلافو د سندرو او نڅاؤ په هنری فعاليتونو کی له نوموړی ساز الی څخه استفاده کيدله . د وخت په تيريدو سره نوموړی اله د (( د بيان زنګ )) په نامه د ضربی الی په شان په تيرو سلسلو کی د لوړو طبقو د واکمنانو د جګړو او عبادت کولو په شمول په بيلا بيلو فعاليتونو کی اسعماليدله .


1  2  3  4