CRI Online
د سندرو د شعر ليکونکی او کمپوزران

ليو ون جين

ليو ون جين د چين د موسيقی يو مشهور جوړونکی دی او په ١٩٦١ ميلادی کال کی د چين د موسيقی له مرکزی پوهنځی څخه فارغ شو . هغه په وار سره د ملی موسيقی د مرکزی ارکسترا د اداری رييس، د ټولو هنری اثارو د نظارت کولو د مشر او دچين د اوپرا او د نڅا او تمثيل د تياتر د رييس دندی په غاړه درلودی .اوس د چين د اوپرا او د نڅا او تمثيل د تياتر هنری لارښود هم دی . دغه راز د چين د موسيقی پوهانود ټولنی د شورا غړی ، د موسيقی اثارو د جوړونی د کميټې مرستيال ، د چين د موسيقی اثارو د حق د ټولنی د شورا دايمی غړی او د چين د ملی ارکسترايی موسيقی د علمی ټولنی مرستيال هم دی . په ٢٠٠١ کال کی د کوريا جمهوريت د مرکزی پوهنتون د ملی موسيقی د پوهنځی د پروفيسر په توګه ګمارل شوی دی .

د ځوانۍ په وخت کی ليو ون جين د چين د موسيقی د مرکزی پوهنځی د ممتازو شاګردانو په ډله کی شامل شو او اړونده جايزه يی ترلاسه کړه . په نوموړی پوهنځی کی د زده کړی په موده کی يی د خه نان ولايت د شمال په باب د روايت او د ژيړ سيند د(( سان من شيا)) د ناوې په باب د ازادې فکری سلسلې په شمول دوې نغمی جوړې کړې . دغه دوې نغمی په جلا جلا توګه په ١٩٩٣ او ١٩٩٩ کال کی د شلمی پيړۍ دچينايانو د موسيقی د غوره اثارو په جمله او د نوی چين د تياتر ، د فلمونو او تيلويزيونونو د غوره هنری اثارو په کتاب کی شاملی شوی دي . د ١٩٨٢کال دمی په مياشت کی ښاغلی ليوون جين د لوی ديوال په باب د أزادی

فکری سلسلی په نامه هغه نغمه چه د ارهو په وسيله چه يو ډول دوتار دی ، غږوله شوی ، د لومری ځل لپاره نندارچيانو ته وړاندی کړه او ملی جايزه يی هم وګټله . دڅو کلونو راهيسی نوموړی په زړه پوری نغمه نه يوازی د هانکانګ ،مکاو او تايوان په شمول د چين په زياتو ولايتونو، ښارونو او سيمو کی ، بلکی د اروپا ، امريکی او اسيا په نورو څه د پاسه لسو هيوادونو کی څو څو واره ننداره کوونکو ته وړاندی شوه .

د تيرو څه دپاسه څلويښتو کالوپه اوږدو کی ښاغلی ليو ون جين په نويو شکلونو سره هغه زياتې موسيقی او ترانی چه د ملی موسيقی الاتو په وسيله غږول شوی ، بيا يا نوی جوړی کړی دی . دغه راز يی د نڅاؤ ، رقصی ډرامو ، فلمونو او تلويزيونی داستانی فلمونو لپاره هم کمپوزونه جوړ کړی دی .

کمپوزر ليو ون جين نه يوازی د ننه په هيواد ،بلکی د هيواد په بهر کی هم شهرت موندلی دی . د هانکانګ ، تايوان او سينګاپور په اړه د چينايی موسيقی ډلو څو څو ځله د هغه په رهبرۍ د هغه د موسيقی اثارو ځانګړی کنسرتونه پرځای کړل . علاوه پردی يی د جاپان او دکوريا جمهوريت له کمپوزرانو سره يو ځای د اسيايی موسيقی ارکسترا هم تاسيسه کړی ده .

ليو ون جين د چين د کلتور د وزارت لخوا د وتلی اوبريالی هنرمندانو په ډله کی شامل شوی او د دولتی شورا لخوا هغه ته افتخاری تصديق نامه ورکړه شوی ، اوس هغه د حکومت له فوق العاده معاش څخه برخمن دی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11