CRI Online
د موسيقی لارښوونکی

يان ليانګ کونګ

ښاغلی يان ليانګ کونګ د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی مرستيال ، د کورس د لارښوونی د علمی ټولنی د شورا رييس او د مرکزی فيلهارمونيک لارښوونکی دی . په ١٩٢٣ کال کی يی د چين په منځنی ښار وو هان کی وزيږيده . په ١٩٤٢کال کی د امتحان له لاری د چين د موسيقی په دولتی پوهنځی کی شامل شو او په ١٩٤٧کال کی ورځنی د فارغيدو نه وروسته هغه د ښوونکی په توګه د هانکانګ د چينی موسيقی په پوهنځی کی وګمارل شو .

په ١٩٤٩کال کی د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته ښاغلی يان ليانګ کونګ په بيجينګ کی د موسيقی د مرکزی پوهنځی د يوه استاذ په توګه استخدام شو او د نوموړی پوهنځی د ځوانانو د کورس هيات د لارښوونی دنده يی په غاړه درلوده ، او په ١٩٥٢کال کی د چين د سندرو او نڅاؤ د مرکزی ډلی د کورس ګروپ لارښوونکی و . په ١٩٥٤کال کی د لوړو تحصيلاتو لپاره پخوانی شوروی اتحاد ته لاړ او د چايکوفسکی د موسيقی د پوهنځی د لارښوونکی علم په څانګه کی څيړونکی زده کوونکی وګرځيد او ښاغلی انوسوف او سوکولوف دده استاذان ؤ . په ١٩٥٨کال کی چين ته د راستنيدو نه وروسته يی د چين د مرکزی کورس د هيات د لارښوونی دنده ومنله . په ١٩٧٩کال هغه د نوموړی هيات په مشرۍ په فليپين کی د کورس په لومړنی نړيوال فيستيوال کی برخه واخيستله او په ١٩٨٢کال کی د مرکزی فيلهارمونيک دکورس ګروپ د هغه په لارښوونه د لويديځی اروپا د هيوادونو د اوپراګانو په باب هنری کنسرت اجرا کړی ؤ .

په ١٩٨٣ کال کی د هنګری دکودالی د يادونی کميټی له دی امله ښاغلی يان ليانګ کونګ ته اړونده تصديق نامه او يادګاری نښه ورکړه ، ځکه چه هغه د کودالی د موسيقی د اثارو او تدريسی طريقی او ميتود د خپرولو په بهير کی خدمات سر ته رسولی دی .

په ١٩٨٦کال کی د چين د کورس د لارښوونی علمی ټولنه جوړه شوه او يان ليانګ کونګ د دی ټولنی د رييس په حيث انتخاب شو.

نوموړی په وار سره د هنری هيات په مشرۍ يا د بلنی په اثر په شمالی امريکا، جنوب ختيځی اسيا ، تايوان او هانکانګ کی ننداری وکړې او د هيواد په بيلا بيلو سيمو کی يی لکچرونه ورکړی او ورکوی يی . يان ليانګ کونګ د چين دکورس د مسلکی چارو د پرانستلو له شخصيتونو څخه بلل کيږی او د کورس د لارښوونی په ساحه کی يو ممتاز او وتلی هنرمند دی .


1  2  3  4  5  6  7  8