CRI Online
د موسيقی غږونکی

وانګ څه هنګ

وانګ څه هنګ د شپيلۍ مشهور غږونکی دی او د چين د ملی موسيقی په ساحه کی له ډيرو فعالو شخصيتونو څخه شمير ل کيږی . اوس د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی ، د چين د ملی فيلهارمونيک سمفونی ارکسترا د علمی ټولنی او د چين د ارکسترايی موزيک د انستيتيوټ غړی دی او د چين د مرکزی ملی موزيک د ارکسترا لوبغاړی هم دی .

وانګ څه هنګ په ١٩٥٩ کال کی د چين د جنوب ختيځ د جه جيانګ ولايت په مرکز هانګ جو ښار کی زيږيدلی او د کوچنيتوب او زلميتوب په وخت کی يی د شپيلۍ په غږونه کی له مشهور غږونکی جاو شونګ تينګ څخه زده کړه وکړه او پر دی اساس يی په ١٩٨٠ کال کی د امتحان له لاری د موسيقی په مرکزی پوهنځی کی شامل شو او د چين د شپيلۍ نامتو غږونکی جنګ يونګ چين د هغه استاد وګرځيد . په ١٩٨٤ کال کی د چين د موسيقی له مرکزی پوهنځی څخه فارغ شوی او د مرکزی ملی موزيک د ارکسترا د رسمی غړی په توګه ومنل شو .

وانګ څه هنګ د څو ځلو لپاره د موسيقی په سياليو کی انعامونه او جايزی ګټلی او په ١٩٩٠ کال کی يی د بيجينګ د موسيقی په لوی سالون کی د شپيلۍ په وسيله شخصی هنری کنسرت جوړ کړ او د ملی موزيک د محافلو د پوهانو او نورو اړوندو شخصيتونو د هغه د هنری سويی او مهارت ډيره ستاينه وکړه او ويی ويل چه نوموړی د چين د موسيقی د غږولو په ساحه کی د عنعنوی مهارت پر اساس نوي والی رامنځ ته کړی او د اوسنی زمانی د موسيقی د غږونکو په جمله کی يو برجسته او ممتاز شخصيت بلل کيږی .

وانګ څه هنګ څو څو واره د چين په استازيتوب اطريش ، فرانسی ، المان ، امريکی او داسی نورو هيوادونو او سيمو ته سفرونه وکړل او په هره ننداره کی يی بری وموند .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10