د چين د ولسی جمهوريت  د مځکنی قلمرو  مساحت

中国国际广播电台


   

چين چه پوره نوم يي د چين ولسی جمهوريت دی، د اسيا د لويی وچی  په  ختيځه برخه  او د ارام سمندر په لويديځه غاړه کی واقع دی .د لويې وچې مساحت  يي څه نا څه ٩مليونه ٦ لکه مربع کيلومتره  دی  چه د خاورې  د مساحت  له لحاظه چين په أسيا  کي  تر ټولو لوي هيواد  ګڼل کيږي او په نړۍ کی د  روسيی او کانادا نه وروسته  دريم لوي هيواد هم دی .

د چين مځکنی قلمروشمالأ د مو خه درياب په شمال کی د هيرونګجيانګ سيند  له مرکزی کرښی څخه ( د شمالی عرض البلد٥٣ په درجو او٣٠دقيقو کی ) ، جنوبأ د نانشا ټاپوګانوپه جنوبی څنډه کی تر جنموأن شا پوری  ( د شمالی عرض البلد په ٤ درجو کی ) غزيدلی  او د جنوب او شمال ترمنځ  د شمالی عرض البلد درجی يی له ٤٩ څخه زياتی دي او فاصله يی څه نا څه ٥زرو ٥ سووکيلومتروته رسيږی . شرقأ د هيرونګجيانګ  او ووسوليجيانګ د دواړو  سيندونو له تقاطع څخه ( د ختيځ طول البلد په ١٣٥درجو او ٥دقيقو کی )، غربأ د پامير تر لوړې  پوري  دی (د ختيځ طول البلد په ٧٣درجو او ٤٠ دقيقو کی ) ، د ختيځ او لويديځ ترمنځ د ختيځ طول البلد درجې يی له ٦٠څخه  زياتی  او فاصله يی تقريبأ ٥ زره کيلومتره دي .

د چين د لويې وچې پولی يا سرحدات څه نا څه ٢٢ زره ٨ سوه  کيلومتره اوږدوالی لري  او شرقأ د کوريا له  ديموکراتيک ولسی جمهوريت ، شمالأ له مغولستان ، شمال شرقأ  له روسيی ، شمال غربأ له قزاقستان، قيرغيزستان اوتاجکستان ، غربأ او جنوب  غربأ له افغانستان ،پاکستان ، هند ، نيپال او بهوتان  سره ګډې پولې لری .  جنوبأ له ميانمر ، لاوس  او ويتنام سره  نښتی دی  او د چين ختيځ  او جنوب ختيځ ته دسمندرونو په مخامخو غاړوکی  د کوريا جمهوريت ،جاپان ، فليپين ،بورنی ، ماليزيا او اندونيزيا په شمول  هيوادونه پراته دي  .