ملی بيرغ ، ملي نښان ، ملي سرود او  پايتخت

中国国际广播电台


[د چين د ولسی جمهوريت  ملي بيرغ]:


     
د پنځو ستوريو لرونکی سور بيرغ د چين د ولسی جمهوريت ملي بيرغ دی  چه  د اوږدوالی او لوړوالی  تناسب  يی ٣:٢  دی . د ملی بيرغ رنګ  سور دی چه د انقلاب علامه لری . په بيرغ باندی  پنځه  ژيړستوري  کښل شوی چه په دی جمله کی   د يوه غټ ستوری  په نيمه قوسی شاوخوا کی نور څلور وړوکی  ستوری  دي چه له دی  نه  دواکمن کمونست ګوند تر لارښوونې لاندی د  انقلابی خلکو لوی او ټينګ يووالی څرکنديږي .

 

[د چين دولسی جمهوريت  ملی نښان ]:

   د چين دولسی جمهوريت ملی نښان  له ملي بيرغ ،د تيان أن من  ودانۍ ،څرخونو او د غنمو وږيو څخه جوړشوی چه دا ټول د ١٩١٩ميلادی کال د می  د څلورمی نيټې  د ځوانانو د نهضت نه راپديخوا د نوی ديموکراسۍ د انقلابی مجادلو د برۍ   او  د کارګری طبقی ترلارښوونی لاندی  د کارګرو او بزګرو د يووالی پر بنا خلکو ته دديموکراسۍ او په دښمنانو باندي د ديکتاتورۍ د چلولو په  هدف  د نوی چين د پيدايښت  نښه  ګڼله کيږي  .

 

[د چين د ولسی جمهوريت ملی سرود]:
     

د چين د ولسی جمهوريت ملی  سرود د سرتيرو مارش په نامه ترانه  ده چه  په ١٩٣٥ ميلادی کال  کی  جوړ شوی دی  . د ملی ترانې  شعر او اهنګ په جلا جلا توګه د ډراماتيست  تيان هان او د چين د نوي موسيقی د غورځنګ د موسس نې أر لخوا ترسره شو .د نوموړی ملی ترانې اصلی نوم د سرتيرو مارش و چه د جګړو په اور کی د اولادونو په نامه  دافسانوی  فلم  اصلی  ترانه ده  . په نوموړی فلم کی يوه داسی قصه راوړله شوی  چه  وايي  د ١٩٣٧کال د سپټمبرد ١٨نيټې د پيښی نه وروسته  جاپان د چين د شمال ختيځ  دري ولايتونه په زورسره اشغال کړل  او   چينی ملت   يی د ژوند او مرګ  خطرناک حالت ته اړکړی ؤ. په دی فوق العاده اواضطراری موقع کی  د چين يو شميرروشانفکرانواو منورينو له  تنګ او تنزل  حالت څخه ځانونه  وژغورل  او  په  زړه ورتيا  سره يي  د جاپانی تيری  په ضد جګړه کی برخه واخيستله .  نوموړی ترانې د دی فلم په ښودلو ،په تيره بيا د جاپانی تيری په ضد د ولسي غورځنګ  په  روانيدو سره  دچين په  هرګوټ کی  د خلکو په زړونوکی ځای نيولی دی . نو په دي وجه نوموړي ترانه  د چينی ملت د ازادۍ د ګټلو په بهير کی  دخلکودراويښولو او احضارولو د ترم  حيثيت  لري  .

د ١٩٤٩ کال د سپټمبر  په ٢٧ نيټه د چين د ولسي سياسی مشورتی کنفرانس په لومړنی  عمومي غونډه کی پريکړه وشوه چه د چين د ولسی جمهوريت د رسمی  ملی سرود دجوړيدو نه مخکی  نوموړی  ترانه د ملي سرود په توګه  وټاکل شي .  د ٢٠٠٤ ميلادی کال د مارچ په ١٤ نيټه د چين د لسم ملي ولسی کانګرس  په دوهمه غونډه کی  د اساسی قانون تعديلنامه  تصويبه شوه او نوموړي ترانه چه نوم يي  د سرتيرو مارش و ، د چين د ولسی جمهوريت د ملي سرود په  توګه ټاکله شوې ده .

                  د چين د ولسی جمهوريت د رسمی  ملی سرود  

 

راويښ شه   او   پاڅيږه  ، هر هغه څوک چه غلامی  نه  غواړی  !

پخپلو وينو او غوښو نوی  لوی  ديوال  جوړ کړو  !

چينی ملت  په  ډير  خاطرناکه  او اضطراری  موقع کی  دی او  مونږ دی ته  اړ کوی  چه   په  لوړو  أوازونو سره   ناری  ووهو  :  راپاڅيږی  ! راپاڅيږی   !  راپاڅيږی !

مونږ - سل ګونه  مليونه  چينايان بايد په يوه  زړه  او ټينګ  يووالی  سره  د دښمنانو د توپونو  په  اور  کی  مارش  وکړو  .

 
 

                                                         :   د چين د ولسی جمهوريت  پايتخت

د ١٩٤٩ کال د سپټمبر  په ٢٩ نيټه  د چين  ولسی سياسی مشورتی  کنفرانس اعلام وکړ  چه  پخپله  د ملی  ولسی  کانګرس  اختيار   اجرا کړی   او په  اتفاق  سره  يی  د چين  د ولسی سياسی  مشورتی  کنفرانس  مشترک  کړنلاره  تصويب  کړه  . د  اکتوبر  په  لومړی نيټه  رييس  ماو  زه دونګ   د  تيان ان من  په  ودانۍ کی  ټولی  نړۍ  ته  په جدی توګه  اعلام  وکړ چه د چين  د ولسی جمهوريت  مرکزی  ولسی  حکومت تاسيس  شو !   په دی توګه  د نوی  چين د پايتخت  په  حيث  بيجينګ  له  ځوان  جمهوريت  سره  يو ځای  د چينی  ملت په  تاريخ  کی  يوه  نوی  پاڼه  اړولی ده  .