سمندري  قلمرو او ټاپوګانې

中国国际广播电台

 

دچين د لويې وچې په اړه دسمندری غاړوکرښه شمالأ د چين د شمال ځتيځ د لياو نين ولايت د يالوجيانګ درياب  له خولې ، جنوبأ د چين دجنوب لويديځ دګوانګ سی د ځوانګ قوم د خودمختاری سيمی د بۍ لون خه د درياب   تر خولې  پوري غځيږی  چه  اوږدوالی يي  تقريبأ  ١٨ زره کيلومتره دی . دسمندری  غاړو په اوږدو کی  د اراضی طبيعی حالات يی هوار او مسطح ښکاری او زيات غوره خليجونه او  بندرونه  پراته دی   چه  اکثرأ اوبه يی د ټول  کال لپاره نه کنګل کيږي .   د  بو های ، هوانګ های ، دونګ های او نان های  په  شمول  څلورې بحيرې   او  د تايوانی  ټاپو په  ختيځ کی دارام سمندر  حوزه  د چين لويې وچې ته  نژدی پرتی  دی چه  په دي جمله کی بو های  د چين داخلی  سمندر دی  . د تايوان  په ختيځ کی د ارام سمندر  حوزه  شمالأ  د جاپان د ريوکيو ټاپوګانودجنوب لويديځ  دساکيشيما له  ټاپوګانوڅخه نيولی او جنوبأ د( باشه ) تر أبنا پوري  ده  .

د چين سمندری  حوزه  له داخلی  بحيرې او سمندري قلمرو څخه عبارته ده او   عمومی ساحه  يي  څه د پاسه  ٣٨٠ زرو مربع کيلو مترو ته رسيږي  . دچين داخلی بحيره د چين د ولسی جمهوريت د سمندری قلمرو له  اساسی  کرښی  څخه  د لويی  وچی  ترسواحلو  پوري  سمندري  حوزه  ده . د چين د سمندری قلمرو پلنوالی د هغو  له اساسی  کرښو څخه  نيولی تر  بهرنی  ١٢ ميلو  پوری حوزه  ده     .

 د چين  د سمندري قلمرو په  حوزه  کې له ٥٠٠٠ نه  زياتې ټاپوګانې پرتی دي  او عمومی مساحت  يي  څه  نا څه  ٨٠ زره  مربع کيلو مترو او د ټولوټاپوګانو په شاوخوا کی  ساحلی کرښی يي  ١٤ زرو کيلومترو ته  رسيږي چه  دهغو په  جمله کی د تايوان د ټاپو  ساحه  تر نورو  نه  لويه ده  او ٣٦ زرو مربع کيلومترو ته  رسيږی .  

د  های نان ټاپو د چين دوهمه لويه ټاپو ګڼله کيږی او  مساحت يی  ٣٤ زره مربع کيلومتره دی .د چين د هيواد په  ختيځه څنډه کی د تايوانی ټاپو شمال ختيځ  ته  په سمندری اوبو کی د  ډياو يواو څه وۍ ټاپوګانی  پرتې دي .  هغو ټولو کوچنيو ټاپوګانو ته  چه دچين د جنوبی څنډې د جنوبي بحيرې  په   سمندری  اوبو کی  پرتی دی ،د نان های  ټاپوګانې  ويل کيږي او  د دوي د موقعيت  د توپير سره سم  چينايان  په جلا جلا توګه  ورته  د  دونګ شا ، سی شا ، جونګ شا او نان شا  ټاپوګانی وايی .