دريابونه او سيندونه

中国国际广播电台


      

د چين په  لويه وچه کی ډير زيات دريابونه او سيندونه بهيږی او د هغو سيندونو شمير  چه د هره  حوزه  يي له ١٠٠٠ مربع کيلومترو څخه  زياته ده ، ١٥٠٠ ته  رسيږي  چه په دي جمله کی  د زياتو سيندونو اوبه سمندرونو ته  بهيږي او ددغو سيندرونو اړونده ساحه  تقريبأ  د چين د مځکو د عمومي مساحت  په سلو کی ٦٤ برخه تشکيلوی . يانځی سيند ، ژيړ سيند ، هيرونګجيانګ سيند ، جو جيانګ سيند ، لياو خه  درياب ، های خه درياب  او هوای  خه درياب  د ختيځ  په لوري  ارام سمندر ته  بهيږي  .  د تبت د يانوځانبوجيانګ درياب   د ختيځ په لوري  د هيواد له سرحد  څخه  په  تيريدو سره  بيا  د جنوب  په لوري  د هند سمندر  ته  بهيږي  چه  دغه درياب د نړ ۍ د هغه لومړنی لويی  ژورې شيلې  - يانوځانبوجيانګ له  لويی ژوري شيلی څخه تيريږي کوم چه  اوږدوالي يي ٥٠٤ اعشاريه ٦ کيلومترو او ژوروالي يي ٦٠٠٩ مترو ته  رسيږی   .  د شينجيانګ  د ئيرتش  درياب  د شمال په لوري  د هيواد  له سرحد څخه  په تيريدو سره  شمالی منجمد سمندر ته  بهيږي .    دغه راز  د چين  دهغو نورو دريابونو او سيندونو حوزه   چه   له سمندرونو څخه په  ليری  اوګوښه  سيمو کی پرتو  جهيلونو ته  بهيږي  يا په  صحراګانو او مالګينو چړونو کی له منځه ځی ،  تقريبأ  د چين د مځکنی  مساحت   په سلو کی ٣٦ نيسی .

 يانځی سيند په  چين کی لومړی  غټ او اوږد  سيند  دی  چه  عمومي اوږدوالی يي ٦٣٠٠ کيلومترو ته رسيږي  او  په نړۍ کی د  افريقی د نيل  او د جنوبي امريکی  د امازون  له سيندونو نه  وروسته  دريم لوي  سيند بلل کيږي  .  د يانځی سيند  پاسنی برخه د جګو غرونو له ډيرو تنګناؤ  څخه  تيريږي  او د اوبو  زياتی او غنی منابع لري  . دغه سيند د چين د ختيځ او لويديځ  ترمنځ   د بيړيو په  واسيطه لوي  ترانسپورټی  شيريان هم ګڼل کيږی   اوخلک ورته  د حمل ونقل  طلايی لاره  وايي . د يانځی سيند په  منځنی او لره برخه کی هوا  معتدله او لنده ، د باران د اورښت  يي  زيات او  خاوره  يي زرخيزه ده  چه د چين د صنعتی او زراعتی توليداتو  يوه پرمختللی  سيمه   شميرل کيږي .

 ژيړ سيند د چين دوهم  لوي سيند او عمومی اوږدوالي يي  ٥٤٦٤ کيلومتره دی .  د ژيړ سيند په  حوزه کی  زياتی اوغوره  ورشوګانی  او  د معدنی ډبرو غنی  ذخيرې  شته چه  د چين د لرغونی تمدن له لومړنيو اومهمو ټاټوبو څخه شميرل کيږی  .

 دهيرونګجيانګ درياب  د چين  په شمال کی د  ٤٣٥٠ کيلومترو په  اوږدوالي لوي سيند دی چه  په اوږدوکی  يی ٣١٠١ کيلومتره برخه  له  چين څخه  تيريږي .

 د جوجيانګ درياب  د چين د جنوب   لوي سيند دی چه  عمومي اوږدوالي يي ٢٢١٤ کيلومتره دی .

 د تاليمو درياب  چه د شينجيانګ  په  جنوبی برخه کی پروت دی چه ٢١٧٩ کيلومتره اوږدوالي لري او په  چين  کی  تر ټولو  اوږد هغه سيند ګڼل کيږي چه  سمندراو بحر  ته  نه بهيږي  .

له طبيعی سيندونو نه پرته  ،د چين له جنوب  نه نيولی تر شمال  پوري  يو مشهور  مصنوعی  درياب  هم  ليدل کيږي  .  هغه  د ميلاد  په  پنځمه  پيړۍ کی  کيندل شوی  او شمالأ  له بيجينګ څخه  او جنوبأ د چين د ختيځ د جه جيانګ ولايت  تر مرکز خانګجو ښاره پوري  بهيږي  او د های خه درياب ،ژيړسيند، خواي خه  درياب ،يانځی سيند  او چيان تانګ جيانګ  سيند سره نښتی   دی چه  عمومي اوږدوالي يی١٨٠١ کيلومترو ته رسيږي  او  په  نړۍکی داسی لومړنی اوږد  مصنوعی  درياب  ګڼل کيږي چه  د کيندلو وخت يي  تر نورو   نه  وړاندی  ؤ  .