د چين د ولسی  جمهوريت  د اداری  سيمو د  ويشلو سيستم
中国国际广播电台

 

د چين د ولسی جمهوريت  د اساسی قانونو سره سم  د چين  د اداری  سيمو  ويشل  په دی  ډول  دی  : 

١) دچين  دولت   له ولايتونو ، خودمختارو سيمو او د دولتی  شورا  تر مستقيمی اداری لاندی  له  لويو ښارونو څخه  عبارت  دی  .

٢) ولايت او خودمختاره  سيمه  له لويو خودمختارو ولسواليو ،  ولسواليو اوښارونو څخه  عبارت دی .

٣) تر ولسوالی ، خودمختاره ولسوالی او ښار لاندی   سازمانونه  په  جلا جلا توګه  علاقه داری ، د ملی اقليتونو   علاقه داري  او ښارګوټي  دی .

 خودمختاری  سيمی ، لوی خودمختار  ولسوالی او  خودمختار ولسوالی  د ملی اقليتونو د  سيمو  اداری  ارګانونه  دي   .

  که  ضرورت  وی  ،  د دولت  لخوا  خاصه  اداری  سيمه  جوړيږی  .

نن سبا   چين    د ولايت  په درجه ټول ٣٤ اداری  سيمی  لری  چه  په دی جمله کی د مرکزی حکومت  تر مستقيمی اداری  لاندی  ٤  لوی  ښارونه ، ٢٣ ولايتونه  او ٥ خودمختاری سيمی او  ٢  خاصی اداری  سيمی   شاملی دي .