د چين د ولايت  په درجه  اداری  سيمی
中国国际广播电台

 

اوس  چين   د ولايت  په درجه  ټول ٣٤ اداری  سيمی  لری  چه  په دی جمله کی د مرکزی حکومت  تر مستقيمی اداری  لاندی  ٤  لوی  ښارونه ، ٢٣ ولايتونه  او ٥ خودمختاری سيمی او  ٢  خاصی اداری  سيمی   شاملی دي .
 

د مرکزی  حکومت  تر مستقيمی اداری لاندی  ٤  لوی  ښارونه  دا دی  :

       
بيجينګ   __   د چين  د ولسی جمهوريت  پايتخت  دی   .  جينګ  د هغه کوچنی  شوی  نوم  دی  او د ( خوا بۍ )   دښتی   په  شمال لويديځه  څنډه کی  موقعيت لری . په  لومړنيو کلونو کی  بيجينګ  ته ( جي  )  ويل کيده . د ميلاد نه مخکی  له  ٧٧٠ کال نه راهيسی  هغه   د  مملکتونو د پايتخت  په توګه  ټاکل شوی دی  . يان جينګ  ، جونګ دو ، دا دو او بيپينګ  د  بيجينګ  پخوانی  نومونه  وو . په  ١٩٢٨ ميلادی  کال کی د  يوه اداری ښار په توګه  جوړ شو  . نن ورځ  د بيجينګ په  ښار کی   ١٦ اداری  ناحيی  او ٢ ولسوالی  شاملی دي  او د مرکزی  حکومت  تر مستقيمی اداری  لاندی  يو لوی  ښار  دی  چه  عمومی مساحت  يی  ١٦زرو ٨ سوو مربع کيلومترو  ته  رسيږی .  د ٢٠٠٢ کال  تر  پايه  پوری  د ټول  ښار د هغواوسيدونکو شمير چه  دايمی  هستوګنی لری  ، ١١ مليونه ٣ لکه  ٦٣ زره  تنه  ؤ  .بيجينګ  د چين  سياسی  مرکز  دی  او  کلتوری ، علمی  او تعليمی مرکز  او ترانسپورتی  محور  هم ګڼل کيږی   . دغه راز  بيجينګ  يو داسی  توريستی  ښار  هم  دی  چه  نه يوازی په  چين  ، بلکه  په نړۍ کی  شهرت هم لری . مثلأ لوی  ديوال ،  د امپراطورۍ ماڼۍ ، أسمانی  معبد ،  د ١٣  امپراطورانو  مقبری  ،  د دوبی ماڼۍ  ،  شيانګ شان  غره   او  داسی نور مشهور  تاريخی  ځايونه او ښايسته منظره لرونکی  سيمی هر کال  د بی شميره  چينی او بهرنی  سياحان   راجلبوی  . 

شانګهای  ___  کوچنی  شوی نوم  يی (حو) دی  او د چين د ختيځو سواحلو په منځنی برخه او سمندر ته  د يانځی سيندد داخليدو په خوله کی  واقع دی . دڅو زرهاؤ کلونو دمخه هلته يوازی په سمندری غاړه کی يو کلی ؤ  او د سونګ سلسلی په دوره کی د شانګهای په نامه  د علاقه دارۍ  په توګه او  په ١٩٢٧ميلادی کال کی د يوه ښار په  توګه وټاکل شو . نن ورځ  شانګهای  د چين  له هغو ٤لويو ښارونو څخه شميرل کيږی چه د مرکزی حکومت  تر مستقيمی ادارې لاندی  دي . شانګهای ښار  چه ١٨ اداری  ناحيی  او يو ولسوالی پکی شامله ده ، ٥ زره او ٨ سوه مربع کيلومتره  مساحت لری . د احصايی له مخی د ٢٠٠٢کال تر پايه پوری په نوموړی  ښار کی  د دايمی اوسيدونکو شمير ١٣ مليونو ٣ لکو٤٧ زرو تنو ته ورسيد . شانګهای د چين لومړنی غټ  ښار او د نړۍ له لويو ښارونو څخه  هم  شميرل کيږی . دغه راز هغه په چين کی تر ټولو لوی صنعتی ښار، تجارتی او پولی مرکز او علمی او تخنيکی اډه هم بلل کيږی .

تيان جين ____   کوچنی شوی نوم  (جين ) دی  .دغه ښار د (خوابۍ) دښتې  په شمال ختيځ کی واقع دی  او د (های خه) درياب  ٥ څانګې  په  هغه کی د يوځای کيدو نه وروسته  د( بو های ) سمندر ته  بهيږی . تيان جين  له  ١٢٧١ ميلادی کال څخه   يو مهم  ترانسپورتی بندر ګرځيدلی او په ١٩٢٨ميلادی کال کی ديوه ښار په توګه جوړشوی دی  . نن ورځ  ١٥ناحيی او ٣ ولسوالی د هغه تر ادارې لاندی دی  او د مرکزی حکومت تر مستقيمی ادارې لاندی يو لوی ښار هم دی چه عمومی مساحت  يی  له ١١زرو مربع کيلومترو نه زيات  دی . د٢٠٠٢کال تر پايه پوری په دی ښار کی  دايمی اوسيدونکی  ٩ مليونه١٩٠  زره٥ سوه تنه  دی  .  تيان چين  د چين په شمال کی تر ټولو لوی صنعتی ښار دی  او هلته  د نفتو ، طبيعی ګاز او  سمندری مالګو په شمول  غنی منابع  اود صنعتی تخنيکونو په برخه کی تريوی اندازی پوری  بنسټ  شته . دغه راز تيان جين د چين  په شمال کی  يو مهم تجارتی مرکز او بندری ښار هم  بلل کيږی  . په دی ښار کی ډير مشهورتاريخی ځايونه  او منظره لرونکی  سيمی ليدلی کيږی . لکه په ښاری سيمه کی د ( نينګ يوان ) باغ ، د( تيان خاو) ماڼۍ ،د (داګوکاو) د توپونوقلعه  ، د (جی ) په ولسوالی کی  د ( دوله )  معبد ، د لرغونی لوی ديوال د  (هوانګ يا ګوان ) برخه ، د ( پان شان ) د غره  منظره لرونکی  سيمه   او داسی نور .

      

چونګ چينګ ښار ___ کوچنی شوی نوم  ( يو) دی  او د چين د جنوب لويديځ   په ختيځه برخه    او د يانځی سيند په پاسنی برخه کی واقع دی  . د څه دپاسه  دوو زرو  کالو دمخه موجود ؤ  او د جاپان  د تيری په ضد د جګړی  په  دوره کی  د ګوميندانګ واکمن ګوند په مشرۍ  د حکومت موقتی  مرکز ؤ  . په ١٩٩٧کال کی  د سی څوان  ولايت  د (چونګ چينګ )، (وان سيان  ) او ( فولينګ ) دريواړه سيمه ايز ښارونه او د (چې جيانګ ) اداری سيمه  سره يو ځای شوی  او د مرکزی حکومت  ترمستقيمی اداری لاندی  د( چونګ چينګ ) لوی   ښار  جوړشوی دی . اوس  چونګ چينګ ښار  له ١٥اداری  ناحيو ، ٤ ښارونو ، ١٧ ولسواليو او ٤ خودمختارو ولسواليو څخه عبارت  دی چه مساحت يی ٨٢ زره  ٣ سوه  مربع کيلومتره دی . د ٢٠٠٢کال تر پايه پوری  د ټول ښار نفوس ٣١ مليونو ٧٠ زرو تنو ته  ورسيد .  چونګ چينګ  يو ترکيبی  صنعتی ښار دی  او هلته  د يانځی سيند دری ټنګ ناوونه  ، ( پيپا ) غر او  (جين وين  )غر  د ليدو وړ   توريستی ځايونه دی   .


د چين ٢٣ ولايتونه   په دی ډول دي

 نوم کوچنی شوی  نوم مرکز
 خه بۍ   جي   شه جيا ځوانګ
 شان سي جين  تای يوان
لياو نينګ لياو  شنګ يانګ
جی لين   جی چانګ څوين
هرونګجيانګ هۍ هاربين
جيانګ سو  سو نان جينګ
جه جيانګ جه خانګ جو
أن حوی وان خه فوی
فوجيان مين فوجو
جيانګ سی  ګان نان څانګ
شان دونګ  لو جه نان
خه نان يو جنګ جو
هوبۍ  أ وو خان
هو نان شيانګ څانګ شا
ګوانګ دونګ  وې ګوانګ جو
های نان چونګ های کاو
سی څوان څوان يا شو چينګ دو
ګوای جو چيان ياګوای ګوای يانګ
وين نان ديان يا وين  کونګ مينګ
شيان شي شيان يا چينګ سی أ ن 
ګان سو ګان يا لونګ لان جو
چينګ های  چينګ سی نينګ
تايوان ولايت تای تای بۍ

 

 خودمختاری سيمې
نوم کوچنی  شوی نوم مرکز
د داخلی مغولستان خودمختاره سيمه داخلی مغولستان  خوخه هاوټ
د تبت  خودمختاره سيمه ځانګ لاسا
د ګوانګ سی د ځوانګ قوم  خودمختاره سيمه  ګوای نان نينګ
د نينګ  شيا د خوی قوم  خودمختاره سيمه نينګ  اين څوان
د شينجيانګ د ويغوری قوم  خودمتاره سيمه  شين وروموچی

 

٢ خاصی  اداری سيمی
خاصی  اداری سيمی عمومی حالت
هانکانګ

چين د ١٩٩٧ ميلادی کال د جولای په لومړی نيټه  پر هانکانګ باندی  حاکميت بيا ترلاسه کړی  او  د هانکانګ  خاصه  اداری سيمه  يی  جوړه  کړې  اوکوچنی شوی نوم  يی  ( ګانګ )  دی .هانکانګ د چين د  (نان های ) سمندر په سواحلو ، د (جو جيانګ ) سيند  د خولې  په  ختيځه غاړه  او د ګوانګ دونګ ولايت د (شن جن ) ښار د (شن جن )درياب  په جنوب کی واقع دی . نوموړی سيمه د هانکانګ ، جيو لونګ  ، شين جې  او شاوخواؤ نورو ټاپوګانو څخه  عبارته  ده  او عمومی مساحت يی ١٠٩٨ اعشاريه ٥١ مربع کيلومترو  ته رسيږی  . د احصايی  له مخی  د ٢٠٠٢کال  تر پايه پوری  د هانکانګ  د نفوسو عمومی شمير ٦ مليونه ٨ لکه ١٥زره ٨ سوه  تنه  دی چه په دی جمله کی ٦مليونه ٦ لکه  ٢٥زره ٣ سوه تنه دايمی  اوسيدونکی  شامل دی  او نور يی يو لک نوی زره پنځه سوه  تنه  ګرځنده  او غير دايمی اوسيدونکی دي .

مکاو

 چين د ١٩٩٩ميلادی کال د  دسمبر  په شلمه نيټه  پرمکاو  باندی  خپل حاکميت  بيا  لاس ته  راوړی  او د مکاو خاصه اداری سيمه  يی جوړه  کړی  ده  ، د مکاو کوچنی شوی نوم  ( أو  )  دی .  مکاو د (جوجيانګ )سيند  د خولې د لويديځی غاړی  په يوه ټاپووزمه کی  موقعيت لری . په دغه سيمه کی د( دانګ ځای ) او ( لو خوانګ )  نومی  شاوخوا  ټاپوګانی شاملی دي  او عمومی مساحت  يی څه نا څه  ٢ لکه ٥٨ زره مربع کيلومتره دي . د ٢٠٠٢ کال تر پايه پوری  د مکاو  د اوسيدونکو شمير ٤ لکه ٤٢ زره تنه  دی  .