د هيواد مځکنی  منابع

中国国际广播电台


  

چين  پراخه او ارته  خاوره  لری  او پکی  د کرنی وړ مځکو، ځنګلی سيمو ، دښتو او بيدياؤ ،  صحراګانو او تشو  بيابانو  په شمول ډول ډول  ځمکی  پرتی دي . مګر له دی امله چه غرنی سيمی  له  هوارو سيمو او دښتونو څخه  زياتې  دي ،نود چين  په خاوره کی د کرنی وړمځکو  او  ځنګلی سيمو  تناسب لږ ښکاری .دغه راز بيلا بيلی مځکې  يی يو شان پرتی  نه  دی  . د کرنی وړ مځکو زياتره برخه  د چين په ختيځ کی د هوارو او ټيټو سيمو او دښتونو کی پرته ده اود ځنګلونو منابع په عمده توګه دهيواد د شمال ختيځ  او جنوب لويديځ   په  ليری او ګوښه  غرنی سيمو کی ليدلی کيږی . ډير بيدياوی  او  څړځايونه  د داخلی وچی  په لوړو او غرنی سيموکی  پراته دي .

   د کرنی وړ مځکی

  اوس  د چين  د کرنی وړ مځکی  يو مليون دوه لکه اويا زره مربع کيلومتره دي . د ويش له نظره  د هيواد په ختيځ او لويديځ کی  دکرنی وړ ځمکو مساحت   نسبتأ  کم  دی چه په جلاجلا توګه په سلو کی ٢٨ اعشاريه ٤ نيسی . خو په  منځنی سيمو کی يی د کرنی وړ ځمکی  په سلو کی ٤٣ اعشاريه ٢ برخه  نيسی .  دغه مځکی  په  عمده توګه د (دونګ بۍ) ، (هوا بۍ) او د يانځی سيندد منځنی او لره  برخی  په  دښتو او د (جوجيانګ ) سيند  په دلتا او د (سی څوان ) په  ټيټه مځکه کی پرتی دي . د( دونګ بۍ) په دښته کی  تورې او زرخيزی مځکی د غنمو ، جوارو ، ګاوليانګ چه يو ډول  د ږدن څخه دی  ، لوبياګانو ، بذرکو اوچغندرو   په شمول  د زراعتی کښتونو  دکرلو لپاره مساعده زمينه برابره کړی ده . د هوا بۍ  ددښتې  په  خرمايی (قهوه يی ) مځکو کی  غنم ، جوار، ، ږدن ، پومبی ، مځکنی بادام  او داسی نور کښتونه ښه کرل کيږی .

 

دشولو، مالتی  اوسنترې ، د شړشمو د تخمونو  په شمول  زراعتی کښتونه  د يانځی سيند د منځنی او لرې برخی په دښته کی زيات کرل کيږی  او د سی څوان په ټيټه ځمکه کی د شولو، شړشمو  ،  چای ، ګنی او مالټی او سنتری په  شمول د زراعتی کښتونو توليدی اندازې يی  ډيری  لوړی دي .

   ځنګلونه

په چين کی د ځنګلونو مساحت  ١٥٨ مليونه ٩ لکه ٤٠ زره هکتاره  دی  اود هيواد د خاوری  په سلو کی ١٦ اعشاريه ٥٥برخه  په  ونو  پوښل شوی ده چه دغه رقم  د نړۍ  په سلو کی د٣٠ اعشاريه ٨  منځنی اندازې په پرتله ډير لږ ښکاری . دچين طبيعی ځنګلونه  د هيواد  په  شمال ختيځ  او جنوب لويديځ کی زيات ليدل کيږی  ، خو د هيواد د ختيځ   د دښتو په  سيموکی چه د ويش له نظره   نفوس پکی ډير متمرکز دی  او پرمختللی  اقتصاد  لری ، دغه راز د هيواد د  شمال لويديځ په  پراخو سيمو کی  ځنګلونه ډير کم  دي .  

      د چين د ځنګلونو ډولونه  خورا ډير دي  او په هغو کی  يوازی د انبوه ځنګلو قسمونه  له ٢زرو ٨ سوو نه اوښتی دي  او  د ژنګو ونې  يا د معبد ونې  او د کاج  د ونې  د ډولونو څخه  د يو ډول  پاڼې  توئيدونکی ونو په شمول ځانګړی او قيمتی ونې  هم شته .

د چاپيريال د ساتلو اود هيواد د اقتصادی ابادۍ  د اړتياؤ د ليری کولوپه غرض چين   هرکال د ونو د کيښولو او د ځنګلونو د جوړولو په هکله  په لويو فعاليتونو لاس پوری کوی  او تراوسه پوری د چين د غير طبيعی ځنګلونو ساحه ٣٣ مليونو ٧ لکو ٩٠زرو هکتارو ته  رسيدلی ده  او په دی برخه کی چين دنړۍ  دنوروهيوادونو په وړاندی تللی دی . 

        د چين  عمده  ځنګلی سيمی  په دی ډول دي : د( داشين أن لينګ ) ، ( شياو شين أن لينګ ) او (څانګ بای شان ) په  شمول د شمال ختيځ  ځنګلی سيمه  په چين کی تر ټولو لويه طبيعی ځنګلی سيمه  ګڼله کيږی .   د( خندوان ) غره، (سيمارايا)  غره   او د (يانوځانګ بو)  د درياب  د لوی پيچومی ځای  په  شمول د  جنوب  لويديځ ځنګلی سيمه  د چين  دوهمه  غټه  طبيعی ځنګلی سيمه  ده  .  د چين په جنوب ختيځ کی  دځنګلونو سيمه  د (چينګ لينګ ) غره او د (خوای ) درياب  په  اوږدوکی  جنوب ته  او د( وين نان ) او (ګوای جو) د لوړی  ختيځ ته د غونډويو له  پراخو او ارتو غرنی سيمو څخه  عبارته ده چه دا د چين  ترټولو لويه  غير طبيعی ځنګلی سيمه  بلله کيږی . سربيره پر دی ، په چين کی د طوفانونو او دشګو دحرکت د مخنيوۍ  لپاره  زيات   محافظوی  مصنوعی ځنګلونه  هم جوړشوی دی  ، لکه  دچين په شمال ختيځ ، شمال او شمال لويديځ کی  د ٧٠٠٠ کيلومترو په عمومی  اوږدوالی  ځنګلی منطقه  غځيدلی ده  او د ٢٦٠مليونو هکتارو په ساحه  مځکو کی چه د چين د لويی وچی  د خاورې  يو پر څلورمه برخه  تشکيلوی ، تری ګټی اخيستل کيږی   ، نو په دی وجه يی  په نړۍ کی  تر ټولود لويی ايکولوژيکی  پروژې  شهرت  ترلاسه کړی دی .

 بيدياوی او څړځايونه

چين  په نړی کی د زياتو بيدياؤ او څړځايونو له لرونکو هيوادونو څخه شميرل کيږی اومساحت يی ٢٦٦مليونو ٦٠ زرو هکتارو ته رسيږی  چه دهيواد د خاورې د عمومی مساحت  يو پر څلورمی برخی ته نژدی دی او د کال  په څلورو فصلونو کی بيلا بيل څاروي او مال تری  ګټه  اخلی .  ويل کيږی چه د بيدياؤ او څړځايونو د مساحت  له لحاظه  چين د نړۍ له لويو هيوادونو څخه هم شميرل کيږی . طبيعی  څړځايونه اکثرأ د چين د شمال ختيځ  په (داشينګ ان لينګ ) غره – (اين شان ) غره  او د چينګهای او تبت د لوړې د ختيځو اوږدو په پراخو لويديځو او شمالی  سيموکی  پراته دي . غير طبيعی او مصنوعی څړځايونه  په  عمده توګه  دهيواد په جنوب ختيځو سيمو کی  له کرنی وړ او ځنګلی  ځايونو سره  ګډ پراته دي  .

د چين  د مالداريو عمده سيمی  په دی  ډول  دي _   د داخلی مغولستان د مالداری سيمی مساحت   په چين کی  تر ټولو لوی  دی  او هلته  (سان خه ) أسونه  او غوايان او  د شينجيانګ په مالداری سيمه کی  د شينجيانګ نرم وړی لرونکی       پسونه ، د ( ارتای ) غټ لکۍ لرونکی پسونه  او د  ( يلی ) أسونه  ډير شهرت لری . د (چينګهای ) په  مالداری سيمه کی دغژګاوانو نه پرته ،  د( خه چو) أسونه نه يوازی په چين ،بلکی د هيواد په بهر کی ډير  شهرت  هم لری . په  تبت کی ډير زيات غژګاوان       روزل کيږی .