د باد  ،اوبو او لمر انرژۍ

中国国际广播电台

 

چين په خپلو پراخو او ارتو خاورو کی د ډيرو سيندونو او دريابونو د شتوالی له امله   د اوبو خورا غنی منابع لری    . د احصايی له مخی  د چين د سيندونو د اوبو په وسيله د بريښنا د توليدولو ذخيره ٦٨٠ مليونه  کيلوواټو ته  رسيږی  او هرکال ٥٩٢٠ملياره  کيلواټ ساعته  بريښنا  توليديږی . د سيندونو د اوبو په وسيله د بريښنا د توليدولو په ساحه کی د جنراتورونو احتمالی ظرفيت به ٣٧٨ مليونه  کيلواټه وی  او د بريښنا د توليدولو کلنی اندازه به ١٩٢٠ ملياردو کيلواټ ساعتو ته  ورسيږی  . نو ويل کيږی چه  هم د اوبو په وسيله د بريښنا د توليدولود ذخيرې ، هم په دی ساحه کی د احتمالی  منابعو له لحاظه  چين په نړۍ کی  لومړنی مقام  نيسی .

      د چين د باد  د انرژۍ  عمومی ذخيره  چه لوړوالی يی  لسو مترو ته رسيږی ، ٣ مليارده ٢٢٦ مليونه کيلواټه دي او اټکل کيږی چه  په  وچه او مځکه   کی ٢٥٣مليونه کيلواټه  بادی انرژۍ د استفادی وړ ده  او په نژديو سمندرونو کی  بادی انرژۍ چه د اوبو ژوروالی يی  له ١٥مترو نه  زيات دی ،د مځکی له ٣ چندويعنی ٧٥٠مليونوکيلواټو سره برابره ده .  د چين  د باد انرژۍ په عمده توګه  د هيواد د شمال لويديځو ، شمالی او ختيځو برخو په  بيدياؤ  او دښتو  يا صحراګانو ،او د ختيځو  او د جنوب ختيځوسيمو  په سواحلو او ټاپوګانوکی پيداکيږی .  د ١٩٩٨کال په پای کی  د بادی انرژۍ په وسيله د بريښتا د توليدولو  په اړه د چين  په نژديو شلو ځايونو کی د جنراتورونو عمومی ظرفيت ٢ لکو ٢٣ زرو ٦ سوو کيلواټو ته  ورسيد . په دی ساحه کی  د شينجيانګ د( دابان چينګ)  فابريکه  تر اوسه پوری نه يوازی په چين کی ، بلکی  په اسيا کی د بادی انرژۍ په وسيله  د بريښنا د توليدولو  لومړی لويه  فابريکه ګڼله کيږی چه پکی د٣٠٠،٥٠٠او٦٠٠ کيلواټو په بيلا بيل ظرفيت  ١١١ډله ايز جنراتورونه  شته  چه  عمومی ظرفيت  يی ٥٧زرو او ٥سوو کيلواټو ته رسيږی . نن سبا  په  دی ساحه کی دچين  د موجودو اړوندو جنراتورونو عمومی ظرفيت  يوازی  د استفادی وړاندازې  په زرو کی يو اعشاريه څلور برخه  نيسی ، نو په دی ساحه کی انکشافی امکانات   ډير زيات  دی  .

       چين  د لمر غنی  انرژی   هم لری  . هر کال د مځکی  پر مخ  د لمر تر وړانګو لاندی منل کيدونکی انرژۍ   د ٢٤٠ مليونو ټنو معياری سکرو  سره برابره ده .د هيواد د خاوری  دوه پر دريمه برخه  کی د لمر تر وړانګو لاندی د انرژۍ  کلنی  اندازه  په هره مربع متره  مځکه کی له ٦٠٠٠  MJ  نه  زياته ده .  د تبت  په شمال لويديځ  کی نوموړی  اندازه  ٨٤٠٠  MJ   ته  رسيدای شی او د نړۍ  له هغو سيمو څخه شميرل کيږی چه د لمری وړانګو انرژۍ يی  ډيری زياتی او  غنی ښکاری .  د لمر د انرژی په وسيله  د بريښنا دتوليدولو په اړه د چين  لومړنی  لوی  سټيشن چه ظرفيت  يی ٥٦٠ واټه دي ، د داخلی مغولستان  د (بالين )په ښی ولسوالی کی  د (ګوليګوتای ) په کلی کی  پروت دی  او د ١٩٨٢کال د اکتوبر په ١١نيټه   په کار لويدلی دی  .