د نباتاتو ډولونه  او ويش

中国国际广播电台


چين په نړۍکی  يو داسی هيواد هم دی چه د نباتاتو  منابع  يی  غنی  او زياتی  دي او څه نا څه ٣٠ زرو ډولونو ته رسيږی  چه دغه  شمير يوازی  له ماليزيا او برازيل څخه کم  دی او په نړۍکی  دريم مقام  نيسی . د نوموړو نباتاتو په ډله کی  ١٠٦خزه يی  نباتات  د نړۍ په سلو کی اويا برخه  تشکيلوی . ٥٢ ډله يز سرخسی نباتات  د نړۍ د همدغو ډلو په سلوکی  اتيا نيسی اود هغو  ډولونه ٢٦٠٠  ته رسيږی  چه د نړۍ  په  سلو کی ٢٦ برخه تشکيلوی . د   ٢٠٠٠ ناجوګانو او داسی نورو کاجی  ځنګلونو   په ګډون   چويی نباتات   ٨٠٠٠ ډولو ته رسيږی . دغه راز د نړۍ د ١٢ ډلو د ٧٥٠ بازدانه  نباتاتو کی د ١١ډلو ٢٤٠ ډولونه  په چين کی پيداکيږی . د ناجوګانو په  څير د ونو ډولونه د نړۍ  د همدغسی نباتاتو په سلو کی ٣٧ اعشاريه ٨ نيسی  او  د نهاندانه  نباتات  د نړۍ په اړوندو  ډلو  او کتکوريو کی په جلاجلا توګه په سلوکی ٥٤او ٢٤ نيسی  

 هغه نباتات چه د ځمکنی کرې د شمالی نيمې برخې  په يخه ، معتدله او توده منطقه کی وده کوی ، غالبأ په چين کی  ټول  ليدل کيږی  . د کاج ،  سروی  ، صنوبر ،  هغه ناجو چه  پاڼه يی  د ميسی  سکی په  څير ده  ،  د تايوانی  صنوبر ،  د فوجيان  دځانګړی صبر ، د ګونګ تونګ  په نامه د ونې  او  د دوجونګ په نامه يو ډول چينی طبی  بوټی  په  شمول  زياتی ونی  يوازی  په چين کی  پيدا کيږی  . د کاج ونه  يو ډول جګ  او غټ کاج  دی    اود نړۍ  له لرغونی او قيمتی نباتاتو څخه  شميرل کيږی  . هغه ناجو چه  پاڼه يی  د ميسی  سکی په  څير ده ،  د يانځی سيند په  حوزه کی  وده کوی  ، پاڼې يی د ونی له لنډو څانګوسره تړلی شوی  او د پسرلی او دوبی په  موسم کی  تازه شنې  او  په منی کی  ژيړی کيږی  چه  په نړۍ کی د باغونو او پارکونو د سمسورولو او ښکلی کولو له ٥ مهمو  قيمتی ونو څخه  بلل کيږی  . په چين کی  له ٢٠٠٠نه زيات د خوړلو وړ نباتات  او څه دپاسه ٣٠٠٠طبی بوټی پيداکيږی   ، لکه د څانګ بای  شان  په غرنی سلسله کی د ( ژن شنګ )،د تبت  د (هونګ هوا )، د نينګ شيا د سيمی   د اقطی   او د وين نان او ګوای جو  د سيمو د( سان چي ) په نامه  بوټی   له قيمتی او نامتو  طبی بوټيو په ډله کی دي  . د چين د ګلانو ډولونه  هم  ډيرزيات دي  او په دی جمله کی  د اشرفی ګل  د چين نه پرته  په نورو هيوادونواو سيمو کی نه  شته ،  دغه ډوله ګل  چه   شکل يی غټ  او رنګ يی ښايسته  دی  ،د چين د ملی  ګلانو څخه  شميرل  شوی دی .

         

   

د اقليمی منطقو له نظره  د چين له شمال نه  تر جنوب پوری  په سړی  او معتدله منطقه کی   هغه  ونی چه پاڼې بی  د ستنی  په شان دي ، په معتدله منطقه کی  د ستنی  په  شان دپاڼو لرونکی او د غټو پاڼو لرونکی ګډې ونې  ، په  توده معتدله  منطقه کی د  پاڼو لويدونکې ونې  او د ستنی  په  شان دپاڼو لرونکی ونی  ،  په نيمه حاره سيمه کی د ستنی  په  شان دپاڼو لرونکی او د غټو پاڼو لرونکی ونې چه په ټول کال کی  شنه  وی  ،   او په حاره سيمه کی  د بارانی فصل ځنګلونه او بارانی ونی   ليدلی کيږی .  په نوموړی  ډله  کی د نيمی حاره سيمی  د ونو د ډولونو د ډيروالی  او ارزښتونو په برخه کی  د ځمکنی کرې  په همدی منطقه کی  پرتی  نوری سيمی  د مقايسی وړ نه دي .

    ( د چين د نباتاتو د ډولونو د خپرونی  تصوير  )