د نفوسو په باب

中国国际广播电台


      

چين  په نړۍ  کی د زيات نفوس  لرونکی لمړی  هيواد دی او د ٢٠٠٢کال تر پايه پوری دچين  د نفوسو عمومی شمير يو مليارد ٢٨٤ مليونو٥٣٠ زرو تنو ته  ورسيد ( پکی دهانکانګ او مکاو په شمول دوی خاصی اداری سيمی او د تايوان ولايت    شامل نه دی )  او د نړۍ د نفوسو د عمومی شمير  يو پر پنځمه  برخه يی ونيوله  . د  چين د لويی وچی په  هر مربع کيلومتر خاوره کی څه نا څه ١٣٥ تنه  وګړی  اوسيږی  . د نفوسو  اکثريت  يی  دهيواد په  ختيځ  کی  ژوند کوی  او په تيره بيا  په  ساحلی سيمو کی  په هر  يو مربع کيلو متر خاوره کی داوسيدونکو شمير  له ٤٠٠ تنونه  اوښتی دی ، د هيواد  په منځنی سيمه کی  په هر مربع کيلومتره  خاوره کی  څه د پاسه   ٢٠٠ تنه  خلک  اوسيږی  .خو  د هيواد  په لويديځو لوړو  کی  په هر مربع کيلومتر خاوره کی  د اوسيدونکو شمير له  لسو تنو نه هم  کم  دی . نن سبا  دچينايانو منځنی احتمالی  عمر  ٧١  اعشاريه ٤٠ کالو ته  رسيدلی دی ( د نارينه ؤ او ښځو عمر په جلا جلا توګه ٦٩ اعشاريه ٦٣ او ٧٣ اعشاريه ٣٣  کاله دي  )  چه د نړۍ  له متوسطی سطحی نه  ٥ کاله  او د نورو پرمختيايی هيوادونو او سيمو  څخه ٧ کاله  جګ  دي ،خو د پرمختللو هيوادونو او سيمو په پرتله تقريبأ ٥ کاله  ټيټ  دی .

    

      په ٢٠٠٢ کال کی د چين د نفوسو د طبيعی زياتوالی  ميزان هم   د کميدو په  حال کی  و او د دی کال  تر پايه پوری  د لويی وچی  دنفوسو عمومی شمير  يو مليارد ٢٨٤ مليونه ٥٣٠ زره  تنه  دی  چه  په دی جمله کی د ښارونو او ښارګوټيو  اوسيدونکی ٥٠٢ مليونه ١٢٠ زره  تنه    او د کليو  اوسيدونکی ٧٨٢ مليونه ٤١٠ زره  تنه ؤ، دغه  دواړه  ارقام  د هيواد د نفوسو په عمومی شمير کی  په جلا جلا توګه  په سلو کی ٣٩ اعشاريه ١ او ٦٠ اعشاريه ٩  نيسی . دټول هيواد  د نارينه ؤ اوښځينه نفوسو  شمير په جلا جلا توګه ٦٦١ مليونه ١٥٠ زره  او ٦٢٣ مليونه ٣٨٠زره تنه   ؤ .  د نفوسو په نوموړی عمومی شمير کی  هغوکوچنيانو چه  عمر يی  له  صفر  نه تر ١٤ کالو پوری  دی ،  په  سلو کی ٢٢ اعشاريه ٤  ،  له ١٥ نه تر٦٤ کالو پوری  خلکو  په سلوکی ٧٠ اعشاريه ٣ ،  زړو کسانو چه عمر يی ٦٥کالو ته ورسيد او ورڅخه  اوښتی دی  او شمير يی ٩٣مليونو٧٧٠زرو ته  ورسيد  ، په  سلو کی  ٧ اعشاريه ٣   برخی  نيولی  . په نوموړی کال کی  ١٦ مليونه ٤٧٠زره تنه  نوی ماشومان  زيږيدلی   او د زيږيدنی ميزان  يی  په  زرو کی ١٢ اعشاريه ٨٦  ؤ  ،  په عين وخت کی ٨ مليونه ٢١٠زره تنه خلک  مړه  شول  چه  دمړينی ميزان  يی  په  زرو کی ٦ اعشاريه ٤١  ؤ  . په  دی  ټول کال  کی  ٨ مليونه  ٢٦٠زره  تنه  نوی ماشومان  رازيږيدلی شوی  او د نفوسو د طبيعی زياتوالی ميزان  په  زرو کی ٦ اعشاريه ٤٥  ؤ  .