中国国际广播电台
جغرافيايي موقعيت
تايوان د چين يو سمندري
ولايت دی چه د ټاپوګانو څخه جوړ
شوی او د چين د لويې وچې په جنوب
ختيځه څنډه کي واقع دی . د تايوان
ولايت د تايوان ټاپو او د
شاوخواوو ټاپوګانو او د پن هو د
مجموعي ټاپوګانو څخه شمير يي
اتياوو ته رسيدلی ، جوړ شويدی چه
د زمکې عمومي مساحت يي تقريبا شپږ
ديرش زره مربع کيلو متره دي .
د تايوان شمال د ختيځې بحيرې ، شمال ختيځ يي د ارام سمندر
، جنوب يي د باش أبنا او د فلپين
سره پوست کوي او لويديځ يي د
تايوان أبنا ده چه د چين د لويي
وچې د فو جيان ولايت سره مخامخ دی
چه نژدې ځاي يوازي يو سلو ديرش
کيلو متره فاصله لري . د تايوان
ولايت په ارام سمندرکي د بيړيو د
تګ راتګ د لارې د کنترول مرکز دی
، نو ستراتيژيکي موقعيت يي ډير
مهم دی .
د تايوان أبنا
د تايوان أبنا له جنوب نه تر
شماله پوري اوږدوالي درې سوه اتيا
کيلومتره او له ختيځ نه تر
لويديځه پوري پلنوالی يي يو سلو
نوي کيلو متره دي چه ډير تنګوالی
يي د شين جو نه د فو جيان ولايت
تر پينګ تان پوري دی چه يوازي يو
سلو ديرش کيلو متره فاصله لري .
که هوا ښه او أسمان شين وي ، د
فو جيان په سمندري غاړه کي له لوړ
ځاي نه د تايوان د غرني سيمو
دپاره وريځې تر سترګو کيږي او حتی
د تايوان په شمال د جي لونګ غره
څوکه هم ليدل کيږي .
د زمکي عوارض او جيومورفولوژي
د
تايوان ټاپو مساحت د تايوان ولايت
د عمومي مساحت نه په سلو کي اوه
نوي برخه نيسي او د چين لومړني
لوي ټاپو ګڼل کيږي . په دي ټاپو
کي دوه په دريمه برخه غرونه او
غوندۍ دي او نوره يو په دريمه
برخه يي دښتونه دي . په دي ټاپو
کي د جون يانګ ، يو شان ، شيوي
شان ، علي او تاي دونګ پنځه غرني
سلسلې موجودې دي . د تايوان ټاپو
خصوصيت دا دی چه منځني برخه يي
جګه او دواړه خواوې يي ټيټې دي ،
د يو شان سلسلي لومړني جګه څوکه
چه هم د يو شان په نامه نوميږي ،
د سمندر د سطحې نه دري سوه نهه
سوه اوه نوي متره لوړه ده او په
تايوان کي لومړني جګه څوکه ده .
اقليم او پيداوارونه
د تايوان ټول ولايت په
معتدله او توده دايره کي واقع دی
او اقليم يي د تودې دايرې او د
تودې دايرې نه د ټيټې منطقي په
اقليم پورې اړه لري . څرنګه چه د
تايوان په شاوخوا کي سمندرونه دي
، نو د سمندري موسمي باد د تهويې
له امله د کال په څلورو فصلونو کي
هوا ډيره مساعده ده چه په ژمي کي
هوا يخه نه ده او په دوبي کي ډيره
ګرمه هم نه ده او د کال منځني
تودوخه د دوه ويشتو درجو په
شاوخوا کي ده .د تايوان په زياترو
سيمو کي هيڅ واوره او شبنم نه
ليدل کيږي او د واوروخط د سمندر د
سطحې نه د درو زرو مترو نه په
پورته منطقه کي ده ، خو په تايوان
کي اورښت ډير دی او د طوفان تر
اغيزو لاندي دی .
د تايوان د نيمې برخې نه زياتې سيمې د ځنګلونو لخوا
غوړيدلي دي او د ځنګلونو مساحت يي
حتی د ځنګلي مملکت په نامه د
سويزلنډ نه هم په سلو کي سل زيات
دی او د ونو زيرمې يي د درو سوو
مکعب مترو نه هم زياتې دي . د
اقليمي
بدلون له امله په تايوان کي د ونو ډولونه ډير دي او څلورو زرو
ډولونو ته نژدي دي ، نو تايوان د
اسيا د مشهور طبيعي نباتاتي باغ
په نامه ونومول شو . په ټول
تايوان کي د اقتصادي ځنګلونو
مساحت د ځنګلونو له عمومي مساحت
نه په سلو کي اتيا برخه نيسي ، په
تيره بيا په تايوان کي د کافور
ونې په نړۍ کي لومړي مقام لري او
د دغو ونو څخه اخيستل شوي غوړي او
نفتالين د تايون ځانګړي توليدات
دي چه توليدي اندازه يي د نړۍ د
عمومي اندازې نه په سلو کي اويا
برخه نيسي .
د تايوان په څلورو خواوو کي بحيرې دي او د تودې او يخې هوا
د جريان په تقاطع کي واقع دی ، نو
سمندري پيداوارونه يي ډير غني دي
او له پنځو سوو ډولونو نه زيات
ډوله کبان په دي ځاي کي ژوند کوي
. ګاو شيون ، جي لونګ ، سو او ،
هوا ليان ، شين ګان او پن هو د
ماهيګري مشهور ځايونه دي ، برسره
پردې په تايوان کي توليدې شوي
سمندري مالګې هم ډيرې مشهورې دي .
|