中国国际广播电台
د تايوان خصوصيت ليدل کيږي چه
نفوس يي زيات او مساحت يي کوچنی
دی چه د دوه زره لومړني کال تر
پايه پوري د تايوان عمومي نفوس
دوه ويشت مليونه څلور لکه تنه وو
چه ګڼوالي يي په هر مربع
کيلومتره کي شپږ سوه نولس تنه وو
.
د تايوان د نفوسو عمري ترکيبات د زړيدو په حال کي دي . د
دوه زره لومړني کال تر پايه پوري
د هغه کسانو شمير چه عمر يي د
پنځه شپيتو کالو نه زيات و ، په
سلو کي شپږ اعشاريه اته زيات
شويدی . په تايوان کي د نفوسو
تقسيم نابرابر دی يعني په غرنيو
سيمو کي چه مساحت د تايوان د
عمومي مساحت نه يو په دريمه برخه
نيسي او د بحر له سطحې نه د يو
زرو مترو په جګوالي کي واقع دي ،
د نفوسو ګڼوالی په هر مربع کيلو متره کي يوازي شل تنه دی ، خو په ښارونو کي ګڼوالي
يي په هر مربع کيلومتره کي څلور
زره اته سوه تنه دي په تيره بيا
په تاي بي ، ګاو شيون ، تاي جون ،
جي لونګ ، شين جو ، جيا يي او تاي
نان په ښارونو کي نفوس ډير دي چه
د دغو اوو ښارونو مساحت يوازي د
تايوان د عمومي مساحت نه په سلو
کي دوه اعشاره نهه برخه نيسي ، خو
نفوس يي د تايوان د عمومي نفوسو
نه په سلو کي يو ديرش برخه
تشکيلوي .
د تايوان د نفوسو پاليسي د ټولنيز اقتصاد د پرمختګ سره سم
تنظيميږي . له نولس سوه پنځه
شپيتم کال نه په تايوان کي د
کورني پلان په تطبيق پيل وشو او
ددي پلان لمخې د واده او زيږيدنې
عمر محدود شوی او ښځې او نارينه
دي ته وهڅوله شوه چه يو يا دوه
ماشومان وزيږوي . خو د نفوسو د
زياتوالي ټيټوالي د زړو کسانو د
زياتيدو او د توليدي قوې د کمولو
سبب دی . نو د تايوان مقاماتو په
نولس سوه نويم کال کي د نفوسو
پاليسي تنظيمه کړيدي يعني ښځې ته
اجازه ورکول کيږي چه دوه يا درې
ماشومان زيږيدلي شي .
|