中国国际广播电台
د تايوان د أبادولو تاريخ
تايوان د چين يوه نه بيليدونکي
برخه ده او په جغرافيايي لحاظه په
قديمي موده کي تايوان د لويې وچې
سره پوست و ، خو د زمکنې پوستې د
جنبش له امله جلا شو او په منځ کي
يوه أبنا پيدا شوه چه په نتيجه کي
تايوان په يو ټاپو بدل شو . د هغو
ډبرينو او خاورينو کاسو او نورو
سفالينو ظروفو څخه چه د تايوان په
بيلا بيلو ځايونو کي کيندل شوي ،
څرګنديږي چه د تايوان د ماقبل
تاريخ کلتور د چين په لويې وچې
پوري اړه لري .
د لرغوني اسنادو لمخې په دوه
سوه ديرشم کال کي د چين په لويه
وچه کي د وو ملک پاچا سون چيون
دوه جنرالان د لسو زرو سمندري
قواوو په مشرۍ تايوان ته وروليږل
چه دا په تايوان کي د مترقي
کلتوري معلوماتو په استعمالولو
سره د لويې وچې د اوسيدونکو د
لومړني أبادۍ مبدا وه . د شپږمې
پيړۍ له پايه د اومې پيړۍ تر سره
د سوي سلسلې امپراطور درې واره د
تايوان د اوسيدونکو د حال احوال د
پوښتنې او ددوي د ځانګړو عادتونو
د معاينې دپاره خپل استازي
وروليږي . ورپسې د تان اوسون په
سلسلو کي چه شپږ سوه کاله يي
ادامه درلوده ، د لويې وچې په
سواحلو کي اوسيدونکي په تيره بيا
د جنوب ختيځ چين د فو جيان ولايت
د چيوان جو او جان جو
اوسيدونکي د جګړو څخه د ځان
ژغورلو دپاره تايوان او تايوان
ته نژدي د پن هو ټاپوګانو ته په
کډه ورغلل څو چه د زمکو په
أبادولو لاس پوري کړي .
په
١٣٣٥کال
کي د چين د يون سلسلې په رسمي
توګه په پن هو کي د پن هو او
تايوان د چارو د اداره کولو
دپاره حکومتي ارګان جوړ کړ چه
په تايوان کي د چين د رسمي حکومتي
ارګان د جوړيدو وخت له همدي کال
نه پيل شو .
د مين سلسلې نه وروسته د لويې
وچې او تايوان د خلکو ترمنځ تګ
راتګ زيات شو. مشهور بيړي والا جن
هه د لويې بحريې په مشرۍ د جنوب
ختيځي اسيا بيلا بيلو هيوادونو
ته د سفر په موده کي په تايوان
کي هم توقف کړ او هنري او
زراعتي محصولات يي د تايوان خلکو
ته يووړل . کله چه په
١٦٢٨کال
کي د فو جيان په ولايت کي سخته
وچکالي پيښه شوه ، د فو جيان
ولايت يو نامتو شخصيت چه جن جي
لونګ نوميده ، د لسګونو زرو
وږيچيانو په مشرۍ تايوان ته لاړ
څو چه د سپيره زمکو په أبادولو
لاس پوري کړي چه له دي نه وروسته
په تايوان کي د بي حاصلو زمکو د
أبادولو موده پيل شوه .
د تايوان د بيرته لاس ته راوړلو
په هکله د جن چن ګون کارنامې
د شپاړسمې پيړۍ له نيمايي نه
وروسته د لويديځې نړۍ د
استعمارچيانو د طمع سترګې تايوان
ته ونيولې شوې . لومړي د هسپانيې
او پرتګال تيري کوونکو په تايوان
باندي تجاوز وکړ ، د تايوان
منابع يي تالا کړې ، په مذهبي او
کلتوري تيري يي وکړ يا يي په
مستقيم ډول په زوره تايوان اشغال
کړ . په
١٦٤٢کال
کي هالنديانو د هسپانيايانو په
ځاي د تايوان په شمال کي تاڼې
ونيولې چه په دي اثر تايوان د
هالند په مستعمره بدل شو .
د هالند استعمارچيانو د
تايوان خلک ستمګرانه استثمار وکړ
چه په نتيجه کي د هالند په ضد د
تايوان د خلکو مبارزې په پر له
پسي ډول راوپارولې شوې . په
١٦٦٢کال
کي ملي قهرمان جن چن ګون د تايوان
د خلکو تر همکارۍ او مرستې لاندي
هالندي استعمارچيان وشړل او
تايوان يي بيرته لاس ته راوړ . خو
جن چن ګون لږه موده وروسته د
ناروغۍ په اثر مړ شو او تايوان
لا هم د دوه ويشتو کالو دپاره دده
د زوي او لمسی تر ادارې لاندي و .
د تايوان د اداره کولو په موده کي
جن چن ګون او دده زامنو د بورې او
مالګې د توليدولو او د صنعتي او
تجارتي چارو د پياوړي کولو ، د
ښوونځيو د جوړولو ، د زراعتي
توليدي طرزالعمل د اصلاحولو په
هکله د محلي قومونو سره د مرسته
کولو په شمول لازم تدبيرونه ونيول
او په دي وجه د تايوان اقتصاد او
کلتور په چټکۍ سره ترقي وموندله
چه د تايوان په تاريخ کي د أبادۍ
او پرمختګ يوه مهمه دوره ګڼل کيږي
.
د
چينګ سلسلې په لومړيو کلونو کي د
چين په قلمرو کي د تايوان شموليت
په
١٦٨٣کال
کي د چين د چينګ سلسلې حکومت په
تايوان باندي نظامي بريد وکړ او د
جن چن ګون لمسي جن که شوان تسليم
شو او ورپسې د چينګ سلسلي حکومت
په تايوان کي د يوې سيمې او درو
ولسواليو ادارې ارګانونه جوړ کړل
چه دغه ارګانونه د فو جيان ولايت
تر رياست لاندي وو چه له دي نه
وروسته تايوان يو وار بيا د چين د
مرکزي حکومت تر واحدې ادارې لاندي
ونيول شو او په سياسي ، اقتصادي
او کلتوري ساحو کي د لويې وچې سره
د تايوان اړيکي لا نژدې شول او
تايوان د دولتي يووالي او وحدت په
کل کي يو نه بيليدونکي جز ګرزيدلی
دی .
په
١٨٨٥کال
کي د چينګ سلسلې حکومت تايوان د
يوه ولايت په حيث وټاکه او ليو
مين چوان يي د اوسني والي په توګه
تايوان ته وروليږه . ليومين چوان
بيا هم د لويې وچې د فو جيان او
ګوانګ دونګ ولايتونو خلکو ته بلنه
ورکړه چه د تايوان د سپيره زمکو د
أبادولو دپاره تايوان ته لاړ شي
، ورپسې په تايوان کي د زمکو
أبادۍ ،
تيلګرام ، او اوسپنيزو لارو عمومي
ادارې ، د نظامي مهماتو د
توليدولو ، د سوداګرۍ ، کانو او
نفتو او د ونو د پريکولو ادارې ،
د توپونو کلاوې ، پوستخانې ، او
ښوونځي يي جوړ او دفاعي چارې يي
تنظيمې کړې ، د بريښنا د
انتقالولو سيمونه او اوسپنيزې
لارې يي وغزولې او داسي نور .
د جاپان د اشغال په موده کي
د نولسمې پيړۍ په دوهمه نيمايي
کي جاپان د اصلاح له برکته د
کاپيتاليستي لاره پرمختګ وکړ . په
١٨٩٤
کال کي جاپان په چين باندي تيري
کوونکي جګړه پيل کړه او د چين د
چينګ حکومت په دې جګړه کي د ماتي
خوړلو نه وروسته په دوهم کال کي
له جاپان سره د ما ګوان په نامه
يو خاينانه او حقارت کوونکي تړون
لاسليک کړ او ددې تړون لمخې
تايوان او د پن هو ټاپوګان جاپان
ته تسليم کړل او له دي نه وروسته
تايوان د پنځوسو کالو دپاره د
جاپان په مستعمرې بدل شو.
جاپان د تايوان د اشغال نه
وروسته په تاي بي ښار کي د تايوان
د عالي حاکمې ادارې په حيث د
ګورنر رياست او په بيلا بيلو
ځايونو کي اداري څانګې جوړې کړې
او نور ډول ډول نظامونه يي اجرا
کړل ، په عمومي لحاظه جاپان په
تايوان کي استعماري تسلط او ښوونه
تطبيق کړه . په عين وخت کي يي د
خپل هيواد د اقتصاد د اړتياوو د
پوره کولو دپاره د اشغال په
لومړيو کلونو کي له تايوان څخه د
کرنې او زراعتي محصولاتو د چمتو
کولو د چارو يوه اډه جوړه کړه چه
په نتيجه کي د تايوان د چمتو
کولو او ترانسپورت چارو ګام په
ګام ترقي وموندله . د دوهمې عمومي
جګړې په موده کي جاپان جنوبي خوا
ته د مليتاليستي وړاندي تګ د
پاليسي سره سم په تايوان کي د
نظامي صنايعو د پرمختګ دپاره
زياته هڅه وکړه .
د
تايوان د حاکميت بيرته لاس ته
راوړل او د لويي وچې څخه د تايوان
جلاوالي د تاريخي حقايقو لمخې د
دوهمي عمومي جګړې په موده کي په
لاسليک شويو بين المللي تړونونو
کي يو وار بيا تاييده شويده چه
تايوان د چين د خاوري يوه نه
بيليدونکي برخه ده . د
١٩٤٣کال
د دسمبر په لومړي ورځ چين ،
امريکې او انګلستان دريواړو
هيوادونو د قاهرې اعلاميه لاسليک
کړه او په دي اعلاميه کي ټاکل شوي
چه د چين خاورې مثلا منجوري ،
تايوان او پن هو ټاپوګان چه د
جاپان لخوا نيول غصب شوې ، بايد
بيرته چين ته ورکړې شي . د
١٩٤٥کال
د جولاي په شپږويشتمه نيته چين ،
امريکې او انګلستان بيا وروسته
شوروي اتحاد هم د پوڅتان اعلاميه
لاسليک کړه او په دې اعلاميه کي
بيا تاييده شوه چه د قاهرې په
اعلاميه کي ټاکل شوي شرايط بايد
په پوره توګه تر تطبيق لاندي
راوستلی شي .
د
١٩٤٥کال
د اګست په پنځلسم تاريخ جاپان
اعلان وکړ چه د پوڅتان اعلامي
مادې ومني او بي له شرطه تسليم
کړي . د همدي کال د اکتوبر په
پنځه ويشتمه نيټه د چين حکومت په
تاي بي کي د تايوان په ولايت کي د
ميشته شوي جاپاني فوځ د تسليم د
منلو مراسم پرځاي کړل . مګر د
تايوان د اشغال د ختميدو نه
وروسته د چين د وخت حکومت چه د
ګومين دانګ ګوند تر کنترول لاندي
و ، ډيره غلظه پاليسي ونيوله او د
تايوان په خلکو باندي يي د نظامي
ديکتاري تسلط تحميل کړ ، پردي
علاوه په هغه وخت کي د فاسد
سياست او سخت رشوت له امله د
١٩٤٧کال
د فبروري د مياشتې په اته ويشتمه
نيټه د تايوان خلکو د ګومين دانګ
ګوند د واکمنۍ په ضد وسله وال
قيام لاس پوري کړ . د ګو مين دانګ
ګوند په اړه زيات شمير حکومتي
عسکر د جي لونګ بندر ته پلي ووتل
او قيام کوونکي يي سخت وځپل چه په
نتيجه کي ديرش زره تنه ووژل شول .
د
١٩٤٩کا
ل د اکتوبر په لومړي ورځ د چين
خلکو د چين د کمونست ګوند تر مشرۍ
لاندي د ګو مين دانګ ګوند حکومت
تر پسو لاندي کړ او د چين ولسي
جمهوريت جوړ شو ،د لويې وچې د
أزادولو نه مخکي د ګو مين دانګ
ګوند مشر چانکايشيک او دده يوه
برخه نظامي او حکومتي مامورين
تايوان ته لاړل او د امريکې د
حمايت او ملاتړ لاندي يي په
تايوان کي د هيواد د يوې برخې
زمکني حاکميت وساته چه په پاي کي
د تايوان او لويې وچې ترمنځ د
بيلوالي وضعيت يو وار بيا رامنځته
شو .
|