中国国际广播电台
د تايوان د مسئلې د حل په غرض
د چين د حکومت پاليسي
سوله ايز وحدت او د يو هيواد
دوه نظامونه د تايوان د مسئلې د
حل په هکله د چين د حکومت اساسي
پاليسي ده . هان د تيرې پيړۍ په
پنځمه لسيزه کي د چين حکومت د
تايوان د مسئلې د سوله ايز حل
لاره وړاندي کړې وه . د
١٩٧٩کال
د جنوري په لومړي ورځ دچين د ولسي
جمهوريت د ملي ولسي کانګرس دايمي
کميټې د تايوان وطنوالو په نامه د
پيغام په خپرولو سره د تايوان
أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د نظامي
مخامختيا د ختمولو دپاره د
خبرواترو د پيل بلنه يي وکړه او
دا يي څرګنده کړه چه د هيواد د
يووالي د تر سره کولو په وخت کي
دي د تايوان د وضيعت احترام
وکړي او معقول سياست او طريقه دي
تطبيق کړي .
د
١٩٨١
کال دسپتمبر په ديرشمه نيټه کي د
ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې
رييس يي جين ين د يوې وينا په
ترڅ کي د تايوان مسئلې د حل په
هکله پاليسي نوره هم بيانه کړه او
و يي ويل چه د هيواد د وحدت د
تحقق نه وروسته به تايوان وکړي شي
چه د يوې خاصې ادارې سيمې په حيث
د عالي خودمختاريت له حق څخه
برخوردار شي .
په دوهم کال کي د چين مشر دن
شيا پين د يي جين يي د وينا په
هکله دي ته اشاره وکړه چه په اصل
کي دغه پاليسي د يو هيواد دوه
نظامونه دي په بله ژبه د هيواد د
يووالي تر مخکيني شرط لاندي د
هيواد په عمده برخه کي سوسياليستي
نظام او په تايوان کي کاپيتاليستي
نظام اجرا کيږي .
په
١٩٩٢کال
د اکتوبر په دوولسمه نيټه د چين د
کمونست ګوند د مرکزي کميټې عمومي
منشي جيانګ ځه مين وويل چه مونږ
په ټينګ عزم سره د تايوان مسئلې د
حل په هکله د سوله ايز حل او د
يو هيواد د دوو نظامونو په پاليسي
باندي ټينګار
کوو او د هيواد د وحدت د بهير د
چټکتيا دپاره کوشش کوو .
د سوله ايز يووالي او د يو هيواد
د دوو نظامونو د پاليسي په باب
اساسي محتويات
د سوله ايز يووالي او د يو
هيواد د دوو نظامونو د پالليسي
اساسي محتويات د تايوان مسئلې د
حل و فصل دپاره د چين د حکومت
لخوا ټاکل شوي ده ، په دي ډول دي
:
لومړي ، يو چين . په نړۍ کي
يوازي يو چين شت او تايوان د چين
يوه نه بيليدونکي برخه ده او
مرکزي حکومت يي په بيجينګ کي دی
چه دا د تايوان مسئلې د سوله ايز
حل مخکيني شرط ګڼل کيږي .
دوهم دوه نظامونه هم موجود دي
يعني د يو چين د پيژندلو په
مخکيني شرط د هيواد په لويه وچه
کي سوسياليستي نظام او په تايوان
کي کاپيتاليستي نظام د اوږدې مودې
دپاره موجود وي څو چه ګډه ترقي
وموندل شي .
دريم عالي خودمختاريت . د هيواد
د يو ځاي کيدو نه وروسته به
تايون په خاصې اداري سيمې بدل شي
او د عالي خودمختاريت له حق څخه
به برخه من وي چه د چين د نورو
ولايتونو يا سيمو سره يو شان نه
وي .
څلورم سوله ايزې خبرې اترې.
د تايوان أبنا د دواړو غاړو
ترمنځ د اوسني وضيعت لمخې د هيواد
د يووالي د تر سره کيدو نه مخکي
دواړه خواوې بايد د متقابل
احترام وکړي ، د يو بل کمبود د
پوره کولو او يو بل ته د ګټې ور
کولو د اصولو سره سم د دواړو غاړو
ترمنځ د اقتصادي همکارۍ او نور
تګ راتګ د زياتوالي دپاره کوشش
وکړي ، په مستقيم ډول دي پوستي ،
تجارتي او د بيړيو او الوتکو په
واسطه ترانسپورتي راکړي ورکړي
پيل کړي څو چه د هيواد د سوله ايز
حل دپاره مساعده زمينه برابره شي
.
د چين د يووالي او وحدت د
پرمخبيولو په هکله اته فقره ايزې
نظريې او ادعاګانې
د
١٩٩٥کال
د جنوري په ديرشمه نيټه د
چينايانو د عنعنوي پسرلني اختر د
رارسيدو په مناسبت رييس جيانګ زه
مين د چين د کمونست ګوند د مرکزي
کميټې او دولتي شورا په اړه د
تايوان د چارو د دفترونو لخوا په
جوړه شوې ميلمستيا کي د خپلو وطن
د يووالي او وحدت په هکله اته
فقره ايز نظريات او ادعاګانې
وړاندي کړيدي چه لومړي بايد د يو
چين د پيژندلو په اصولو باندي
ټينګار وکړي شي ، دوهم مونږ د
بهرنيو هيوادونو سره د تايوان د
ولسي اقتصادي او کلتوري روابطو د
پرمختګ سره مخالفت نه کوو ، مګر
په بين المللي ساحه کي د تش په
نامه د تايوان د ژوندانه د ساحې د
پراختيا سره مخالفت کوو . دريم د
تايوان أبنا د دواړو غاړو ترمنځ
د سوله ايز يووالي خبرې اترې دي
پيل شي . څلورم د سوله ايز
يووالي د تحقق دپاره دي کوشش و
شي او چينايان دي له چينايانو
سره جګړه و نه کړي . پنځم د
دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي
راکړي ورکړي او همکاري د نژديوالي
دپاره دي زيات هاند وشي . شپږم د
دواړو غاړو وطنوالان بايد د چيني
ملت غوره کلتوري عنعنات په ميراث
واخلي . اوم بايد د تايوان
وطنوالو د ژوند طرزالعمل او د خپل
هيواد د خاوند په حيث ددوي د أرزو
پوره احترام وشي او د تايوان
وطنوالو ټول عادلانه ګټې او حقوق
دي وساتل شي . اتم مونږ د تايوان
د مقاماتو د مشرانو هرکلي کوو چه
په مناسب وخت کي د هيواد لويې وچې
ته سفر وکړي ، مونږ هم غواړو چه
تايوان ته د سفر دپاره د تايوان د
مقاماتو د مشرانو بلنه ومنو څو چه
وکولي شو د هيواد د انکشافي پلان
په باب بحث وکړو او لومړي د ځينو
مسئلو په باره کي د نظريو تبادله
وکړو .
|