له
١٩٤٩کال
نه تر
١٩٧٨
کاله پوري په ديرشو کلونو کي د
تايوان أبنا په سيمه کي د شديدو
نظامي شخړو او مخامختيا له امله د
دواړو غاړو ترمنځ اقتصادي او
تجارتي راکړي ورکړي اساسأ قطع
شوي وو ، يوازي د چيني طبي بوټو
په شمول کم ډوله ضروري لوازم
چه په تايوان کي نه پيدا کيږي يا
نشي توليديداي ، د هيواد له لويې
وچې نه د هانکانګ څخه تايوان ته
صادريدل چه اندازه يي هم ډيره لږه
وه .
د
١٩٧٩کال
نه وروسته د چين حکومت د دواړو
غاړو ترمنځ د اقتصادي روابطو د
ټينګتيا اوپرمختيا دپاره يو لړ
لازم تدبيرونه نيولي دي . د
تايوان مقاماتو هم د مجبوريت لمخې
د لويې وچې په مقابل کي خپله
پاليسي تنظيمه کړې او د دواړو
غاړو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي
راکړي ورکړي په هکله ځيني قيودات
يي ګام په ګام ليري کړيدي . د٢٠٠٣کال
د سپتمبر تر پايه پوري د دواړو
غاړو ترمنځ مجموعي تجارتي حجم
٣٠٩
ملياردو
١٨٠
مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی
دی چه په دې جمله کي تايوان ته د
لويې وچې د صادراتو حجم
٤٨
ميلياردو
٨٩٠
مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی
او تايوان د
٢٦٠ميلياردو٢٩٠
مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت
توليدات لويي وچې ته صادر کړيدي
چه تجارتي منفي بيلانس يي
٢١١
ملياردو څلور سوه مليونه امريکايي
ډالره وو . له
١٩٩١
کال څخه لويه وچه د تايوان دپاره
د زياتې اندازې مثبت بيلانس
منبع ګرزيدلې ده او په عين وخت کي
تايوان هم د لويې وچې په بيلا
بيلو ځايونو کي په لوي پانګه
اچونکي بدل شويدی .
اوس د دواړو غاړو
ترمنځ د تجارتي او اقتصادي روابطو
د پرمختګ په لاره کي داسي اساسي
خصوصيتونه ليدل کيږي . لومړي په
نوموړو روابطو کي غيرمستقيمه
سوداګرۍ او په لويه وچه کي د
تايوان سرمايه دارانو پانګه اچونه
عمده رول لوبوي او د کرنې ، علمي
او تخنيکي راکړي ورکړي ،بانکدارۍ
، د پرسونلو د روزنې په شمول نور
اشکال هم ليدل کيږي . دوهم په
همدغو اقتصادي روابطو کي يو اړخيز
او غيرمستقيم تجارت او د معاملاتو
نابرابري موجوده ده . د تايوان د
مقاماتو د قيوداتو له امله د
تايوان سوداګران لا هم په لويه
وچه کي په غيرمستقيم ډول پانګې
اچوي . دريم د وروستيو کلونو
راهيسې د دواړو غاړو ترمنځ د
اقتصادي روابطو وابستګۍ زيات شوي
او د يو بل کمبود د پوره کولو
وضعيت د جوړيدو په حال کي دی .
|