د دواړو غاړو ترمنځ مستقيم پوستي ، تجارتې او ترانسپورتي تګ راتګ

 

中国国际广播电台
 

 د چين حکومت په ١٩٧٩کال کي د دواړو غاړو ترمنځ د مستقيم پوستي ، تجارتي او ترانسپورتي تګ راتګ د پيل غوښتنه وړاندي کړيده چه د څه دپاسه شلو کالو راهيسې يي ددې غوښتني د پوره عملي کولو دپاره نه ستومانه کيدونکي کوششونه کړيدي .

د پوستي ، تجارتي او ترانسپورتي مستقيم تګ راتګ د پرمختګ اوسني وضعيت

په ١٩٩٣کال کي د تايوان أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د روابطو ټولنې د تايوان د أبنا د صندوق سره د ريجستر پيغامونو د پوښتنې او جبران په باب موافقه وکړه . د پوستي چارو په هکله د چين تيليکوم  او د تايوان د چينايي تيليکوم ترمنځ مستقيم مخابراتي روابط ټينګ شوي دي،  د چين او امريکې ، د اسيا او اروپا او د اسيا او ارام بحر د سمندري قيبلونو په واسطه  په ١٩٩٩ کال او٢٠٠٠کال کي يي په وار سره مستقيم مخابراتي روابط قايم  شويدي .تراوسه پوري د دواړو غاړو ترمنځ  د تيليفون ،ديتارمخابراتو ، موبيل او تي وي تيلفون  په باب فعاليتونه پيل شويدي .

مستقيم ترانسپورت يعني د بيړيو او الوتکو په واسطه د مسافرينو او مالونو حمل و نقل . د ١٩٩٧کال د  اپريل په مياشت کي د جنوب ختيځ چين د فو جي ولايت د فو جو او شا من ښارونو او د تايوان د ګاو شيون ښار ترمنځ  د بيړيو په واسطه تګ راتګ پيل شو . د ٢٠٠١ کال  په لومړيو وختونو کي د تايوان  تر ادارې لاندي د جين من او ما جو په ټاپوګانو کي د اوسيدونکو د اړتيا لمخې د لويي وچې څانګې د فو جين ولايت له ساحلي سيمو سره  د جين من او ما جو د بحري تګ راتګ د پيل دپاره مساعده زمينه برابره کړيده او د موافقې لمخې  د هغو بيړيو په واسطه چه په دواړو خواوو کي ريجستري شوي او په بيړيو باندي يوازي د خپل شرکت بيرغ  ځوړند دی ، د مسافرينو او مالونو په وړلو راوړلو پيل وشو .

هوايي تګ راتګ . د ١٩٩٥کال په دسمبر او د ١٩٩٦کال په اګست کي د لويې وچې څخه د مکاو او يا هانکانګ له لاري  تر تايوان پوري غيرمستقيمې هوايي کرښې پرانستلې شوې وې . د ٢٠٠٣ کال د پسرلني اختر په موده کي ددې دپاره چه تايواني سوداګران  ژر بيرته خپلو کورونو ته  لاړ شي ، د لويې وچې څانګې د تايوان  د شپږو  هوايي شرکتونو شپاړسو کرايه وړونکو الوتکو ته اجازه ورکړيده چه د تايواني سوداګرانو د وړلو دپاره د تاي بي او ګاو شيون څخه  په مکاو او هانکانګ کي د لنډ توقف نه وروسته شانګهاي ته راشي .

سوداګري . د ١٩٧٩کال  د پيل نه د تايوان توليداتو ته د لويي وچې د بازارونو دروازې خلاصې شوي او د مالياتو د معاف او کمښت امتياز ورکړ شويدي . د دواړو خواوو ترمنځ  تجارتي حجم په ١٩٧٨ کي شپږ څلويښت مليونه امريکايي ډالره و ، خو په ٢٠٠٣کال کي يي اته پنځوسو ملياردو درو سوو مليونو ډالرو ته زيات شويدي . د ٢٠٠٣کال د احصايي لمخې لويه وچه د تايوان د لومړني لوي صادراتي بازار په حيث او تايوان د لويې وچې دپاره د دوهم لوي وارداتې بازار په حيث ګرزيدلي دي .

د پانګه اچونې په برخه کي . د لويې وچې په بيلا بيلو څانګو او ځايونو کي د پانګه اچونې د چاپيريال د ښه والي او د تايوان د پانګه اچونکو دپاره د ښه خدمت د برابرولو له امله د تايوان د وطنوالو د سرمايه ګذارۍ اندازه هم زياته شويده . د ٢٠٠٣کال تر پايه پورې د تايوان شپيته زره پروګرامونه منظور شوي او په واقعي توګه د تايوان شپږ ديرش مليارده امريکايي ډالره استعمال شويدي . د ١٩٩٣کال نه لويه وچه د تايوان د سرمايه دارانو لخوا د ډير ښه ځاي په توګه ګڼل کيږي او د پولي راکړي ورکړي او همکارۍ په ساحه کي د تايوان د  لسو بانکونو نمايندګۍ جوړې يا د جوړيدو په حال کي دي چه زياتره نمايندګۍ يي په بيجينګ او شانګهاي کي تاسيس شويدي .

مګر د لويي وچې او تايوان ترمنځ  پوستي ، تجارتې او ترانسپورتي تګ راتګ لا تر اوسه هم په  غيرمستقيم ، يو اړخيز او جزيي حال کي پاتی دی .

د پوستي چارو په باب . د تايوان أبنا د دواړو غاړو ترمنځ  لوي پوستي امانتونه لا هم د هانکانګ او مکاو له لارې يو بل خوا ته وړل کيږي   او نورې چارې لا هم ندي پيل شوي .

د ترانسپورت په باب .د دواړو غاړو ترمنځ  بيړي او الوتکې لا هم په مستقيم ډول يو بل خوا ته نشي رسيداي او مسافرين لا هم د هانکانګ او مکاو له لارې يو بل خوا ته رسيږي او مالونه هم د جاپان او هانکانګ له لارې تايوان يا لويې وچې ته وړل کيږي .

د ترانسپورت په باب . د تايوان تصديو او توليداتو ته د لويې وچې بازارونه په پوره توګه پرانستل شوي دي ، خو تايوان  ته د لويې وچې د توليداتو د  صادراتو دپاره زيات تبعيض کووتکي قيودات نيول شويدي چه په نتيجه کي د لويي وچې لخوا جوړ شوي ښه جنس توليدات چه د تايوان  وطنوال ور ته ډيره اړتيا لري ، تايوان ته نشي وړل کيداي . د لويې وچې تصديو ته اجازه نشته چه په تايوان کي پانګه واچوي  او خپله نمايندګۍ يي جوړه کړي . دغه راز غيرمجاز دی چه د لويې وچې تصدۍ په تايوان کي اقتصادي او تجارتې نندارتون  يا  تجارتي خبرې اترې جوړې يا پکي ګډون وکړي ، علاوه پردې تايوان ته د لويې وچې اقتصادي او تجارتي شخصيتونو د تحقيقاتو او سفرونو دپاره هم زيات قيودات اچول شويدي .