د چين  د  شينجيانګ   په باب معلومات

中国国际广播电台

    

        شينجيانګ  يعنی د چين  د ويغوری قوم خودمختاره سيمه ده چه د چين په شمال لويديځ او د  أسيا او اروپا د لويې وچې په  مرکز کښی واقع ده٠د شينجيانګ مساحت د چين په ټولو ولايتونو او خودمختارو سيمو کښی تر ټولو پراخ  دی او څه دپاسه يو مليونو شپږ لکو شپيته زرو  مربع  کيلومترو ته رسيږی٠د شينجيانګ  شمال او لويديځ   په جلا جلا توګه له منګوليا، روسيې، قزاقستان، قرغزستان ، تاجکستان ، افغانستان ، پاکستان او هند اتو هيوادونو سره ورڅيرمه دی چه د  سرحدی کرښې اوږدوالی يی څه دپاسه پنځه زرو څلور سوو کيلومترو ته رسيږی ٠ نو  په دی توګه  شينجيانګ د چين له ټولو ولايتونو او خودمختارو سيمو څخه يو داسی سيمه ده چه سرحدی کرښه  يی  تر ټولو  اوږده ده او خارج  ته ورخلاص شوی  مځکنی بندرونه  يی تر ټولو  زيات دی ٠