د  شينجيانګ  جغرافيايی چاپيريال 

中国国际广播电台

  

        شينجيانګ  د  أسيا  په داخلی سيمه کښی پروت دی او پکښی  له  شمال څخه تر جنوب  پوری  په  وار سره  د  التای، تيان شيان  او کون لون غرونه  ولاړ دی او د دغو غرونو په منځ کښی  د جونګر او  تاليم  دوه  شيلې  موجودې  دی٠  عمومأ  د  تيان شيان  د غر د  جنوبی خوا  سيمه   په  ٌ  جنوبی شينجيانګٌ  او  د  تيان شان  غر د شمالی خوا سيمه  په  ٌ  شمالی شينجيانګ ٌ  ياديږی  او د  هامی  ناحيه او  د توروفان  شيله د   ٌ ختيځ شينجيانګ ٌ په توګه  ګڼل کيږی٠  د شينجيانګ  ټول  ښارونه او کلی په  سمسورو  واحو کښی پراته  دی٠ زياتې سمسورې واحې د  مرغلرو په شان د  دوو لويو شيلو  په  څنډو کښی شيندل کيږی ٠

      په شينجيانګ  کښی د چين تر ټولو لوی بری سيند يعنی د تاليم  سيند او د  خوږو اوبو  تر ټولو  لوی  بری جهيل يعنی د  بوستن  جهيل  شته  او د دې سيمې  د توروفان  شيله  له سمندری سطحې  نه  د  لوړوالی  له لحاظه  د چين  تر ټولو  ټيټ  ځای  دی٠  شينجيانګ  نمونوی وچه سيمه  ده  او  د هوا  د  تودوالی او سوړوالی  ترمنځ  توپير  يی  ډير  سخت  ښکاری ،  د التای  په  ناحيه کښی  د چين د  هوا  د حرراتو  تر ټولو ټيټ  ريکارډ  رامنځ ته شو  او  د  توروفان  په  ناحيه کښی  تل  د چين  د هوا  د حرراتو  تر ټولو لوړ  ريکارډ  ساتل کيږی ٠

           د  چين  د صحراوو  د عمومی مساحت  دوه پر دريمه برخه  په شينجيانګ کښی خپريږی  او  له دې جملې څخه  د  تاکلاماغان  د صحرا  مساحت  دری لکو ديرشو زرو  مربع  کيلومترو ته رسيږی چه  دا  د چين تر ټولو  لويه او پراخه  صحرا  ده  او  د نړۍ   دوهمه  لويه ګرځينده  صحرا  هم  ګڼله کيږی٠ د  جونګر  په شيله کښی د ٌ قربان تونګغوت ٌ صحرا   د چين  دوهمه لويه  صحرا  ده چه  مساحت  يی  اته څلويښتو زرو  مربع  کيلومترو ته رسيږی ٠  د شينجيانګ  په  صحراوو کښی  د  نفتو، ګاز  او  کانی موادو د غنی  منابعو  زيرمې شته٠

         د شينجيانګ  په خودمختاره سيمه کښی زيات  واورين  غرونه  او کنګل نيولې څوکې  ولاړې دی  چه  ځانګړی خصوصيت لرونکی  لوی  طبيعی يخچالونه  ګرځيدلی او  پکښی د اوبو  غنی  منابع  ذخيره کيږی ٠  په  شينجيانګ کښی د  هر تن  په حساب   د  اوبو منابع   د چين  په  لومړی قطار کښی ځای  لری ٠

 

تصويرد قناش منی