د شينجيانګ  تاريخ  

中国国际广播电台
 

     هان څه دپاسه  دوه زره کاله  دمخه، شينجيانګ د چين د متحد او زيات قومونه لرونکی هيواد يوه برخه  وګرځيدله٠ په قبلالميلادی  شپيتم کال کښی  د چين د ٌٌ هان ٌٌ امپراطورۍ  د لويديځ چين  اداری ايالت  جوړ کړ او شينجيانګ  يی د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی  ونيوه  چه  د  اوسنی  بلخاش  او پامير سيمې هم  په دی  اداری  ايالت  کښی شاملې وې ٠ له هغه وخت نه وروسته  په څه دپاسه  يو زرو کالو کښی  د شينجيانګ سيمې تل د چين  له مرکزی حکومت  سره  وابسته  روابط ساتل چه  مرکزی حکومت  په  شينجيانګ کښی  د اداری  ارګان په جوړولو سره  د شينجيانګ  د محلی چارو  اداره کوله ٠

       څه دپاسه  دری سوه کاله  دمخه  د چين  د ٌ چينګ ٌ امپراطورۍ مرکزی حکومت  د شينجيانګ  د  ٌ ايلی ٌ  د  ناحيې د  ٌ هوۍ يوان  ٌ په ښارګوټۍ کښی د  ايلی جنرال  کيښود  او د دی جنرال لخوا  د  شينجيانګ  ټوله سيمه  تر تسلط لاندی  راوستله شوه٠ په ١٨٨٤ کال کښی  د  شينجيانګ  ولايت  جوړ شو چه  په نتيجه کښی  د شينجيانګ  او د چين د نورو بيلا بيلو ولايتونو ترمنځ  اړيکی  په  لا پسی توګه  ټينګ شول٠

      د  ١٩٤٩ کال په  سپتمبر کښی  شينجيانګ  د  زاړه چين د  ګوميندانګ  ګوند د حکومت  له  تسلط څخه  ازاد شو٠ د همدی کال  د  اکتوبر په لومړی نيټه  د چين ولسی جمهوريت جوړ شوی  او  شينجيانګ  د چين د نورو ولايتونو په شان  د هيواد  يوه  ولايتی  اداری سيمه  ګرځيدلی ده چه  له قومی خودمختارو حقوقو څخه  برخوردار دی٠