د  انرژۍ  مرکز  

中国国际广播电台

     

 په  شينجيانګ  کښی  د  پيداورو  منابع  ډير غنی دی،  د  پلټنې له مخی د سکرو او نفتو  د  زيرمې  اندازه  يی د  چين  د  سکرو او  نفتو د  زيرمې په عمومی  اندازه کښی  يو پر دريمه  برخه  نيسی،  دغه  راز  د  ګازو  د ذخيرې  اندازه يی هم  ډيره  غنی ده٠  اوس  شينجيانګ  د چين په شمال لويديځه سيمه  کښی  تر ټولو  لويه  نفت لرونکی سيمه  ده  او  د  نفتو د  پلټنې  روښانه  راتلونکی لری٠ د  اټکل  له مخی،  د  شينجيانګ  په  نفت  او ګاز لرونکو  سيمو کښی چه  عمومی مساحت  يی  اووه  لکو څلويښت  زرو  مربع  کيلومترو  ته  رسيږی،  د  نفتو  زيرمه  يی  شل مليارډو اته سوه مليونو ټنو ته  رسيږی او  د  ګاز  زيرمه  يی له  لس زرو  مليارډه  مکعب  مترو  څخه  اوښتی ده   چه  دغه  دواړه  اندازې  د  چين  د مځکنی   نفتو او ګاز د  عمومی منابعو   په سلو کښی ديرش  برخه  نيسی٠ شينجيانګ د چينی او خارجی متخصصانو لخوا  د  چين د  نفتو د صنائعو راتلونکی  ګڼل  کيږی٠ د چين  له  لويديځ څخه   ختيځې سيمې ته  د  ګاز  د انتقالولو د  پروژې  د جوړيدو  په اثر  به  د  شينجيانګ  غنی ګاز  د  چين  د  ختيځ   شانګهای ښار او  شاوخوا سيمې ته  انتقال  شی٠

        په  شينجيانګ کښی د  سکرو  د منابعو  د ذخيرې  عمومی اندازه   د چين  د ټول هيواد  د  سکرو  د  زيرمې  په سلو کښی څلويښت  برخه  نيسی  او  د  چين  په  بيلا بيلو ولايتونو او خودمختارو  سيمو  کښی  لومړی  مقام  لری٠  برسيره پر دی  د شينجيانګ  د  دا بان په  ښارګوټی کښی  د  باد د انرژۍ  په وسيله  د  بريښنا د  توليدولو  ازمويښتی فابريکه  د  چين  تر ټولو  لويه  همداسی  برقی  فابريکه  ده ٠

               

   ( عکس :  د  تاريم  نفت لرونکی سيمه )