د شينجيانګ  کرنه

中国国际广播电台

     

       په شينجيانګ کښی د لمر رڼا  کافی ده او  د  مځکو غنی منابع  شته، محلی خلکو په هغو ځايونو کښی  چه  د اوبو منابع  يی نسبتأ ښه دی، د سمسورو واحو کرنه  اختراع  کړيده ٠ د شينجيانګ عمده  زراعتی کښتونه  غنم ،جواری  او شولې دی ، صنعتی کښتونه  يی له  پمبه وو، چغندرو او  د  بير  له  ګلونو څخه عبارت دی٠  له دې جملې څخه  د پمبه وو توليد  په ټول چين کښی  مهم  مقام  نيسی ، شينجيانګ  په چين  کښی د  اوږد سپڼسی لرونکو پمبه وو  تر ټولو لوی توليدی مرکز دی او توليدی اندازه يی  د هيواد د  همدغو پمبه وو د توليدی اندازې په سلو کښی پنځه نوی برخه  نيسی او کيفيت  يی  د  مصر له هغو  اوږد سپڼسی لرونکو پمبه وو سره برابر دی  کوم  چه  په نړۍ کښی ډير شهرت  لری٠

      شينجيانګ   ٌ د  ميوو کور ٌ  ګڼل کيږی  او د  چين  يوه  داسی سيمه  ده چه  د ميوو د کرلو مساحت يی ډير پراخ، د ميوو ډولونه يی زيات او کيفيت  يی  ښه دی٠ د  ميوو ډولونه  يی په دی ډول دی :  انګور، هټاکی، هندوانه، منی، خوشبوی ناک، زردالو، شفتالو، انار،الوبالو، انځير، جوز ، بادام او داسی نور٠  له دې جملې څخه  د  توروفان انګور او هټاکی شهرت لری او پکښی د قندی موادو تناسب  يی  لوړ دی ٠

       له څو کالو راهيسی ، د شينجيانګ  کرنه  ګام په ګام  د صنعتی کيدو خوا ته  انکشاف مومی او  پکښی  په اساسی توګه د سرو بانجڼو، چغندرو، ګازرو، سرو ګلو، مريچو ، انګورو او رنګينو پمبه وو څخه د توليداتو د جوړولو صنعتی ځنځير  رامنځ ته شويدی٠

 

 

( عکس :  د ويغوری قوم  ميوه کرونکی بزګران د انځيرو د  شکولو په حال کښی دی)