د  شينجيانګ  مالداری

中国国际广播电台

     
شينجيانګ په چين کښی د مالدارۍ  له مهمو سيمو څخه شميرل کيږی او  د  ژويو ډولونه يی  زيات  دی چه  له لرغونی زمانې راهيسی  د  غوره او مشهورو اسونو  روزونکی سيمه  ده ٠ پسونه د  شينجيانګ  عمده کورنی حيوانات  دی او  غوايان،  اسونه، وزې ،  خر،  کچر ، ښان او  خژګاو  يی  هم  مشهور دی٠ په شينجيانګ  کښی د  پسونو  د غوښو  توليدی اندازه  په چين کښی دوهم  مقام  نيسی او د  کورنيو ژويو  عمومی شمير يی  څه دپاسه  څلويښت  مليونو  ته  رسيږی٠
  

       د  شينجيانګ  د طبيعی څړځايونو عمومی  مساحت  يی  پنځه لکه  اويا زره  هکتارو  ته  رسيږی او  دا  حجم  د  شينجيانګ  د  کرنې ، ځنګلدارۍ  او  مالدارۍ د مځکو د  عمومی مساحت  په سلو کښی اووه  اتيا  برخه  نيسی٠  د طبيعی څړځايونو  منابع  په شينجيانګ کښی د  مالدارۍ  د  انکشاف  اساسی او عمده  توليدی  وسائل  دی  او  د  شينجيانګ  د  ژويو او  د مالدارۍ   د توليداتو  په سلو کښی  اويا  برخه   له طبيعی څړځايونو څخه ګټه اخلی ٠

       شينجيانګ  په چين کښی د  ژويو  د  نويو  ډولونو د  روزلو  مرکز  دی،  اوس  د  شينجيانګ    نرم  وړی  لرونکی  پسونه،  د چين د  ميلينو  پسونه ، د  شينجيانګ    قره قلی ورکوونکی پسونه،  د  شينجيانګ  سپيره  غوايان  او  د  ايلی اسونه  د  شيجيانګ  لخوا  د  روزل شويو ژويو  نوی  ډولونه دی٠  دغه  ژوی  لوړ  اقتصادی  ارزښتونه  لری چه  نه  يوازی  د شينجيانګ ، بلکه د  چين د  ټول هيواد  د  مالدارۍ قيمتی  منابع  او د  حيواناتو د  روزنی مهم  ځای  دی٠