د  ويغور  قوم

中国国际广播电台

 

      په ميلادی اووه سوو څلور څلويښتم   کال کښی د چين يوه لرغونی قبيله << خوی هه>> د شمال لويديځ چين د  غرخون  سيند په  شاوخوا سيمه کښی د <<خوی هه >> په نامه کوچيانی سلطنت  جوړ کړ او په ميلادی اته سوو څلويښتم کال کی دا سلطنت له منځه  يوړل شو٠ د خوی هه  د قبيلې اوسيدونکی ګام په ګام لويديځی خوا ته مهاجر شول او اکثريت  يی نننی شينجيانګ  ته ورسيدل او دوی به په لرغونی اوږده موده کښی د شينجيانګ  د بيلا بيلو قومونو له خلکو سره ګډ ژوند او ودونه  کول چه په نتيجه کښی  اوسنی ويغوری قوم  رامنځ ته شويدی٠ 

      اوس  د ويغوری قوم  نفوس څه ناڅه  اووه مليونه دوه لکه څوارلس زره  تنه دی چه  اکثريت  يی  د شمال لويديځ  چين  د شينجيانګ  د ويغوری قوم  په خودمختاره  سيمه کښی  اوسيږی ٠  ويغوری قوم  خپله  ژبه او ليک دود  لری چه الفبا يی له عربی ژبې سره مشابه ده ٠ ٌ ويغور ٌ   په ويغوری ژبه کښی  د يووالی معنه لری٠ د دی قوم  خلک ټول مسلمانان دی، اسلامی مناسک ترسره کوی او د نورو مسلمانانو په شان  د لوی او کوچنی  اخترونو  نمانځنه کوی٠ د  ويغوريانو عمده ډوډۍ << نان >> نوميږی چه د افغانستان د ډوډۍ او د پاکستان  د روټۍ په شان دی٠  دغه راز دوی پلو، غوښی او کباب هم خوری٠

      د ويغوری قوم ټول مسلمانان  که  نارينه وی يا  ښځه، که  زاړه وی يا ماشومان، يوه  ښکلی خولۍ په سر کوی، دغه ډول خولۍ د دی قوم عنعنوی مصنوعات  دی٠ د ويغوری قوم ښځې عمومأ له وريښمينو ټوکرانو څخه  جوړ شوی ښايسته قومی لباس اغوندی او نارينه   يی د  اينګ جی شا  چاړه په ملا  تړی چه  دغه ښکلی چاړه د جنوبی شينجانګ  د  اينګ جی شا په ولسوالی کښی توليديږی او څه دپاسه  دری سوه کلن  تاريخ  لری٠

         ويغوريان  له  سندرې ويلو او نڅا کولو سره ډير شوق او مينه لری چه د استراحت ، د خپلوانو او دوستانو د سره غونډيدو او  د اخترونو  د نمانځلو په وختونو کښی دوی  عمومأ د سندری ويلو او نڅا کولو له لاری  خپله خوښی  څرګندوی ٠

 په اوږده تاريځی موده کښی ويغوری قوم  ځلانده قومی کلتور جوړکړيدی٠ د دی قوم  يوه لرغونی اوږده قصيده چه له ميلادی يوولسمې پيړۍ  څخه راپاتی شوې، د  اسلام د مبارک دين  د اخلاقی معيار سره سم د خلکو ترمنځ  د   ګډ ژوند،  ښې دوستۍ ، ژور صداقت او متقابل اطمينان  د  روابطو د قايميدو  په باب  اصول  تبليغ کړيدی٠ د دې قصيدې محتويات  په  ټولنيز، سياسی  ، اقتصادی ، فلسفی  او  ادبی ساحو  پوری اړه لری  چه  د ويغوری قوم  په  ادبی  تاريخ کښی  ډير مهم مقام  نيسی٠ << دوولس مقامونه>> د ويغوری قوم د ولسی موسيقې مشهور لرغونی او قديمی    اثار  دی او  له  څه دپاسه   دوه اويا نغمو  څخه  عبارت دی چه د  ختيځې نړۍ  د موسيقې مرغلره  ګڼل کيږی او  په نړۍ کی يی سارې ه لږ دی٠

 

                             تصوير :د ويغور قوم  ښکلی نجونی