د قزاق  قوم

中国国际广播电台

     

     اوس په شينجيانګ کښی د قزاق  قوم  نفوس  څه دپاسه يو مليونو دوه لکه تنه دی او په عمده توګه د دې سيمې په شمال کښی د  ايلی د قزاقی قوم  په خودمختاره لويه ولسوالۍ  کښی اوسيږی ٠ دا قوم خپله ژبه او ليک دود لری٠

   د قزاقی قوم  خلک په عمده توګه په مالدارۍ  لاس پوری کوی، پرته له دی نه چه  لږ شميرقزاقی بزګران خپل دائمی استوګنځی لری،اکثريت يی د کوچيانی ژوند تيروی٠

    په مالدارو سيمو کښی قزاقيان  د پسرلی، دوبی او منی په درو فصلونو کښی  په  کږديو کښی اوسيږی او   په خاورينو کورونو کښی  ژمی تيروی٠ د قزاقی قوم د خلکو  خوراکونه ډير غنی دی، دوی د  غوا او پسې  له شيدو څخه  ډول ډول خوراکونه پخوی، د  اس  د شيدو، مستو او  شيدی چايو له څښلو سره شوق لری٠  قزاقی مالداران عمومأ غوښې خوری او د  اس  کلمې هم  د دوی خوندور خوراک دی٠

      په ژمۍ کښی د قزاقی مالدارانو  نارينه   د پسې، کيدړې او ليوا له پوستکو څخه جوړشوی بالاپوش اغونډی او پطلون  يی عومأ د  غوايی له پوستو څخه ګندل شويدی٠ قزاقی ښځې عمومأ  سره  اوږده لمن  اغونډی او  په ژمی کښی د لمنې  په دباندی کښی پمبه يی يا څرمنی بالاپوش  پوښوی ٠ پيغلې يی  ګلدوز شوی لباسونه اغونډی او  هغه خولی په سر کوی چه  د  کونګی په بڼکو ښکلی کيږی٠

     قزاقيان  ميلمه پالونکی خلک دی ٠ کله چه  کور ته ميلمه راځی ، عمومأ پسه حلالوی٠ په کورنی ميلمستيا کښی  کوربا د پسې  سر د  ميلمه  په مخکښی کيږدی، ميلمه د پسې  د  ښی مخ   يوه ټوټه  غوښه پريکوی او  خوری، ورپسی  د پسی  غوږ  پريکوی او د کوربا  ماشوم  ته  ورکوی، بيا وروسته  د پسې سر  کوربا ته  بيرته سپاری٠

      د قزاقی  نارينه وې او  ښځې د  اس  د سپرلو په  برخه کښی لوی لاس لری٠ ځونان د پهلوانې او  د پسې  د  کشلو له سپورتونو سره مينه لری  او  د اسونو په سپرلو سره  د  پيغلو  تعقيبول  د  ځوانانو او پيغلو دپاره  د خوښۍ وړ  پروګرام دی او  د  مشعوق  او  مشعوقې  د  پيداکولو  ډير ښه  فرصت  ګڼل کيږی٠

 

                             تصوير :د قزاق  قوم سپورتی لوبه