د  قرغز  قوم

中国国际广播电台


      

د  قرغز د قوم  نفوس  څه دپاسه  يو لکو پنځوس زره تنه  دی، دا قوم  خپله  ژبه او ليک دود  لری٠

      د دی  قوم  اکثر خلک  د شينجيانګ  د  لويديځی سيمې  د پامير په  فلات  کښی  د  قزلسو په نامه  د قرغز قوم  په  خودمختاره  لويه ولسوالۍ کښی اوسيږی او په  عمده توګه  په مالدارۍ  بوخت  دی٠  دوی  په دوبی کښی  عمومأ  د دښتونو د  سيندونو په غاړو کښی اوسيږی  او  په  ژمۍ کښی لمر لرونکو  غرنيو درو  ته  په کډه  ځی٠ د  قرغز  قوم   هغه  خلک  چه  دائمی استوګنځی  لری ، په هغو خاورينو کورونو کښی اوسيږی  کوم چه   بام  يی  مستوی  دی ،  په کور کښی يی طاقچه او د چت   کړکۍ  شته ،  د کورونو په  شاوخوا کښی  يی  سابه  کرل کيږی او د  ميوو ونې ولاړې دی٠ د  قرغز  قوم  د مالدارانو  خوراکونه  ډير غنی دی ،  دوی په عمده توګه  شيدی څښی او  له  شيدو څخه  جوړ شوی  خوراکونه  خوری ٠

      د  دی قوم  عنعنوی لباسونه  ډير ښکلی دی٠  نارينه وې  يی  نمدی خولۍ  په سر کوی او د  ښځو کالی  نقره يی  غوټې لری٠ د نجونو  په سر کښی زياتې کوڅۍ  اودل کيږی ، خو  دوی  له  واده نه وروسته  يوازی دوه  کوڅۍ  لری٠