د کاناس  جهيل

中国国际广播电台

 

د کاناس  جهيل د  شينجيانګ په  شمال کښی د  التای  د غرونو په ځنګلونو  کښی واقعی  او  د  لوړې غرنی سيمې يو ښکلی جهيل  دی٠  ٌ کاناس ٌ  د  مغولی ژبې کلمه ده  او  د  غرنی دری د جهيل  معنی لری ٠ د دی جهيل  د اوبو مخ  له سمندری سطحې نه  يو زرو  دری سوه څلور اويا  متره  لوړ،  د اوبو ژوروالی يی  يو سل اته اتيا اعشاريه  پنځه  متره او  مساحت  يی  پنځه څلويښت اعشاريه اووه  دری مربع کيلومتره  دی

      د  کاناس د جهيل په شاوخوا کښی  په  واورو  پټ شوی  لوړی  غرنی څوکې ولاړې دی  او  په  غرونو کښی د پاڼې رژونکی کاجونو ، سرو  غوړنځيو، لوړو  صبرونو  او  سړو ناجوګانو په شمول  قيمتی ونې او  د بهوج  پراخ ځنګلونه  وده کوی چه  د  ونو ډولونه يی څه نان څه  اته سوو ته رسيږی٠ دغه راز  هلته    نهه ديرش  ډوله ژوی ،  يو سلو  اوولس  ډوله  مرغان او  څلور ډوله ذوحياتين او خزندګان  او څه دپاسه دری سوه ډوله  حشرات  او  په  جهيل کښی  اووه ډوله کبان  ژوند کوی٠ زيات  حيوانات يی د  شينجيانګ او  حتی  ټول چين په نورو ځايونو کښی نه ليدل کيږی٠ د کاناس د  جهيل په سيمه کښی  ډول ډول ځنګلونه او چمنونه دی،  سيندونه او جهيلونه  زيات ليدل کيږی او  طبيعی منظره  يی ډيره  ښايسته ده٠ ويل کيږی چه  د کاناس د  جهيل  سيمه  د  توريزم ، د  طبيعی چاپيريال د ساتنې، علمی  پلټنې او  د  تاريخ او  کلتور د  څيړنې  دپاره  ډير لوړ  ارزښت  لری ٠

               

 (  عکس :  د  کاناس  جهيل  )