د  لولان  لرغونی ښارګوټی

中国国际广播电台

 

د  لولان لرغونی ښارګوټی د  شينجيانګ  په جنوب  کښی د  لوبو  په نامه  د جهيل په  شمال لويديځه خوا کښی  واقع   او  پخوا يی د  وريښمو په  لرغونی لاره کښی  د کلی اهميت لرونکی  وضعيت  درلود ٠  خو اوس  شاوخوا  يی  پراخه  صحرا  ده او غيرمسکونه  سيمه  ده  او  چاپيرال  يی  ډير خراب دی٠

       په  تاريخی اسنادو او کتابونو کښی  ليکل شوی چه  هان  د  قبل الميلا په  دوهمه  پيړۍ  کښی  د  لولان  ښارګوټی  د  چين په لويديځه سيمه کښی له ډير سمسورو سيمو څخه  شميرل کيده٠  خو عجيبه  دا  ده چه  د  لولان  مشهور  سعادتمن  سلطنت  يوازی  څه نا څه  شپږ سوه  کلن  موجوديت  درلود او  ناڅاپه  ورک  شو  ٠ دا چه  أيا  د لولان  لرغونی  ښارګوټی  په څه ډول  له منځه  وړل شوی  ؟  تل د  چينی او  خارجی لرغون پيژندونکو دپاره  د توجه وړ  مسئله  ده ٠ دغه  راز  اوس  هلته  د چينی او  خارجی  پلټونکو  دپاره  د  سفر  يو  مهم  هدف  ګڼل کيږی٠

      اوس  له لرغون پيژندنې څخه  دا څرګنده شوی چه  د  لولان  لرغونی ښارګوټی د  طبيعی او مصنوعی پيچلو عواملو په اغيزه د سيندونو د بی ځايه کيدو او  د شګې   طوفانونو  د  حملې په  اثر  تر صحرا  لاندی پټ شويدی٠  د پلټنې او څيړنی  له لاری دا معلومات  ترلاسه شوی چه  د  لولان  د لرغونی ښارګوټی  مساحت  يو لک  شل زره  مربع  متره  ؤ او  ډيوالونه  يی  له  خټو او  د  ډول ډول  ونو له  ښاخونو څخه   جوړ شوی وو٠ يو لرغونی سيند په ښارګوټی کښی  له  شمال لويديځ  څخه  د جنوب ختيځ  خوا  ته  تيريده٠  اوس  په دی لرغونی ښارګوټی کښی  يوازی  يو  بودايی  څلی او  شاوخوا  ودانی را پاتی  دی، برسيره پردی  د  لرغونی ښارګوټی  د  ديوالونو،د اشارې ورکوونکو برجونو، د غلودانو د ګدام او لرغونی قبرونو   کنډوالی  هم  ليدل کيږی ٠ د  يادونې خبره  دا ده  چه  د  لولان  له  يوه لرغونی قبر  څخه  يوه  موميای شوی ښځه  ترلاسه شويده چه  څه دپاسه  دری زره  اته سوه کاله  مخکښی خښ شوې وه ٠  دغه راز  د لولان په  لرغونی ښارګوټی کښی د  خاورينو  لوښو،  لرغونی مسی  پيسو ،  لرغونی وسلو او  او   د  وريښمينو ټوکرانو  د  ټوټو  په شمول  زيات  تاريخی اثار  هم  موجود دی ٠

         

  (  عکس :  د  لولان  د  لرغونی ښارګوټی  کنډوالې په  صحرا کښی ليدل کيږی )