د  بودايی مجسمو سمڅې
中国国际广播电台

     

په  شينجيانګ کښی د  وريښمو د  لرغونی لارې په  اوږدو کښی زيات  هغه لرغونی  مځکنی بندرونه، قلعې، د بودايی مجسمو سمڅې ، د پوستې  سټيشنونه، قبرونه او د اشاره ورکولو  برجونه  راپاتی شوی چه  په چين او نړۍ کښی ډير شهرت لری٠

      د ٌ کيزل ٌ په نامه  د  بودايی مجسمو غرنی سمڅې او  د  ٌ بوزکريک ٌ په نامه  د  بودايی مجسمو  غرنی سمڅې  يی  ډير مشورې  بودايی سمڅې دی چه   بودايی مجسمو  او ديوالی تصويرونو  يی  د  چين ، هند او فارس  کلتورونه   راغونډ کړی ، ځانګړی  هنری  سبک  لری  او  د  پخوانيو  بيلا بيلو قومونو  د خلکو  د  توليد او ژوند شکلونه  يی  ژوندی ښودلی دی ٠

   ٌ بوزکريک ٌ  په  ويغوری ژبه  کښی  د  غرنی لمنې  معنی لری٠ د  بوزکريک  بودايی سمڅې  د  توروپان  د ښار په  شمال ختيځ کښی واقعې دی  چه  د ميلاد  له  شپږمې پيړۍ  نه  تر   څوارلسمې پيړۍ  پوری کيندل شوېدی٠  په  سمڅو کښی  ديوالی تصويرونه  ډير ښکلی او  په تيره  بيا  د انسانو  تصويرونه د  ژوند  په  شان  دی٠ که څه هم  ځينی  ديوالی تصويرونه   يی  خراب  شوی ، خو بيا هم    څه دپاسه  يو زرو دوه سوه مربع  متره  ديوالی  تصويرونه  ساتل شويدی ٠  په نړۍ کښی منلی خبره  دا ده  چه  هلته  د  ويغوريانو له  لرغونی  بودايی هنر څخه  يو  داسی هنری  قيمتی أثار دی چه  ډير مهم مقام  لری ،  په ډير ښه شان سره  ساتل شوی او  د  اهميت وړ ښه بيلګه ګڼله کيږی ٠ دغه  راز  دغه  لرغونی  بودايی ديوالی تصويرونه   د چين  د  لويديځې سيمې د تاريخ ، کلتور او  هنر  د څيړلو دپاره  قيمتی  مدراک  هم  ګڼل کيږی ٠

             



  (   عکس :  د  بوزکريک د  بودايی  مجسمو  د  ښومڅو  يوه  برخه  )