توروپان
中国国际广播电台

 

د  شينجيانګ  د  منځنی برخې په  ټيټه  لويه کاسه کښی  د   توروپان   په نامه  يو ښکلی  سيمه شته ، څرنګه چه  په  دوبی کښی د دی سيمی  هوا  ډيره توده ده، نو  نوموړی ځای د ٌ  اور غورځوونکی  ځای  ٌ په نامه  ياديږی٠  د  توروپان  د  ځانګړی جغرافيايی مقام  په اثر هلته  تر مځکو لاندی د اوبو    زيرمه  ډيره  غنی ده، نو  په  دی سيمه کښی  د  انګورو او  هندواڼۍ په شمول  ډيرې زياتې  ميوې  توليديږی ٠ په تيره بيا  د انګورو په دره  کښی  توليد شوی انګور  په چين  کښی  تور بازار لری او  حتی په نړۍ کښی هم  شهرت  لری ٠ له بلې خوا  څرنګه چه  د توروپان کښی  اقليم  وچ  دی او  اورښت يی ډير کم  دی، نو  په  ميوو  کښی يی  د  قندی موادو  تناسب  ډير  لوړ  دی٠  نو  د  توروپان  سيمه  د  زياتو  توريستانو د  سفر هدف دی او د دې سيمې د  خوندورو  ميوو  د خوړلو ځای هم   دی ٠

      توروپان  د  انګورو د توليد مشهور ځای دی ٠ ويل کيږی  چه  د  توروپان د  ښار  د انګورو  په  پراخو باغونو کښی  واقع  دی او   اوسيدونکی يی هم   د  انګورو  د  تاکونو  تر سيوری  لاندی  ژوند کوی ٠  توريستان  توروپان  ته  د  سفر په بهير کښی  تل  د  انګورو  په باب  خبرې کوی٠  په  تاريخی کتابونو کښی  ليکل شوی چه  هان  څه دپاسه  دوه زره  کاله  دمخه  هلته  د  انګورو  کرل  پيل شويدی٠

     د توروپان د  ښار  په  هر ځای کښی  د  انګورو  پراخ او  لرغونی  باغونه  ليدل کيږی،  حتی  د  واټونو او کوڅو  په  دواړو  اړخونو  او  د  کورونو په مخ  کښی يا  ترشا  يی  هم  د  انګورو  د تاکونو چيلې  ولاړی دی٠ د دی ځای  کشمش  په  يو ډول  ځانګړو طريقو  وچيږی٠ د  تورپان  په  هر ځای کښی د  کشمشو د  وچولو داسی  ودانې ليدل کيږی چه  له خاورينو  خښتو  څخه جوړې شوی او  د  څلورو خواوو  ديوالونه  يی  ډير زيات  سوری  لری٠ تازه  انګور  په دغو  ودانيو کښی  د  تودو  بادونو  له لاری  په  کشمش  بدليږی  چه  ډير خوندور  دی ٠

      د  توروپان  ښاروالۍ   د  انګورو  يو  خاص واټ  جوړ کړی چه  پکښی  د انګورو  زيات  اوږد دهليزونه،  د  ساعت تيرۍ  باغونه او د  انګورو موزيم يی د  توريستانو دپاره  د  ليدو  وړ  ښه  ځايونه ګڼل کيږی ٠ 

          

 ( عکس : د  توروپان  د  انګورو په  دره  کښی د  ويغوری قوم  يو کورنۍ )