ختن

中国国际广播电台


      

ختن  په  لرغونی زمانه کښی  ٌ  يوتان ٌ  نوميده  او  د چين د  لويديځې سيمې  يو مشهور متمدن  لرغونی سلطنت  ؤ٠  ځتن  د  أسيا او اروپا  د لويې وچې  په  منځنی سيمه کښی  پروت دی او  د  وريښمو د لرغونی لارې  د  جنوبی فرعی  لاری  يو مهم  ځای ؤ ٠  په لرغونی زمانه کښی د  بيلا بيلو قومونو خلکو  په دی ځای کښی  ژوند کاوه  او  نسلونه  يی  پيدا کول،   د  ختيځې  او  لويديځې خواوو  کلتورونه  به هلته  يو ځای کيدل او د  بيلا بيلو هيوادونو استازی او  سوداګران به کله کله   په دی ځای کښی  راغونډيدل٠

     ختن  په  شمال کښی  د  تاکلاماغان  له صحرا  سره  ورڅيرمه دی  او په جنوبی خوا کښی  يی  د  کون لون  غرونه  ولاړ دی٠  هلته  نه يوازی په  واورو  پټ شوی  غرونه  او  پراخه  صحرا شته ،  بلکه ښکلی  جهيلونه  او  چمنونه  او  حاصل خيزه پټې  هم پکښی  موجودې  دی٠  په ختن  کښی  د  يشم  ډبرې،  وريښمن ټوکران ،   غالۍ او  ميوې  ډير شهرت  لری٠

          

  ( ( عکس :  د ختن  قومی  بازار )