د  څو مذهبونو د  خپريدو  ځای
中国国际广播电台

     

  په تاريخ کښی  بوديزم،  د  جينګ  دين،  د مونی دين او  د  اسلام  مبارک  دين  په وار سره  په   شينجيانګ کښی  خپور شو او  په  دی اثر  شينجيانګ  په  نړۍ کښی  يوازنی داسی  ځای وګرځيده  چه  پکښی د  نړۍ  نوموړی  څلور مشهور   مذهبونه   خپاره  شول ٠

      په ميلادی  لومړی پيړۍ کښی بوديزم  له شينجيانګ څخه  د  وريښمو له  لرغونی لارې سره سم  ختيځې خوا  ته  خپور شو او د چين د  مرکزی سيمې  بيلا بيلو ځايونو  ته  داخل شو٠ د  جينګ  دين  د  مسيحيت  يوه څانګه  وه او  په ميلادی  شپږمه  پيړۍ کښی شينجيانګ ته  خپور شو٠ د  لرغون پيژندنې  له لاری  دا  کشفه شوې چه  په  لرغونی زمانه کښی شينجيانګ  نه يوازی د  جينګ  د  دين  د خپريدو  ځای و  ، بلکه  د دی مذهب  يو مرکز  هم  ګڼل کيده ٠ خو  د  اسلام  د مبارک  دين د  داخليدو سره سره  د  جينګ  دين  له  شينجيانګ  څخه  لاړ ٠  په  ميلادی  شپږ سوه څلور نويئم  کال کښی  د  مونی مذهب   چين  ته  داخل شو٠  له  نولسمې پيړۍ راهيسی د چين د  شمال لويديځ  د  ګان  سو  د  ولايت  له دون هوانګ  او  د شينجيانګ  له  توروپان  څخه  د  مونی د  دين  زيات  اسناد  پيدا شوی او له دی څخه  څرګنده شوی چه  په تاريخ کښی  د مونی  دين  د چين  په  شمال لويديځ کښی  په پراخه توګه  خپور شو او  ژوره اغيزه  يی  واچوله ٠ د  لسمې پيړۍ په  نيمايی کښی د اسلام مبارک دين  د  وريښمو له  لارې   د  شينجيانګ  کاشغر ته  خپور شو او  تر  شپاړلسمې او اوولسمې  پيړۍ پوری  په  ټول  شينجيانګ  کښی هم خپور شويدی٠ اوس  په  شينجيانګ کښی  د  ويغور، قزاق، هوۍ، ازبک ، قرغز، تاجيک او  تاتار  د قومونو خلک  پر اسلامی دين باندی عقيده  لری٠

     


    (  عکس :  د هوۍ قوم  مسلمانان  په  جومات کښی لمونځ  کوی)